IQNA

دين ته د سپکاوی په تور نيول شويو ته سزا ورکول کېږي

0:37 - September 22, 2019
د خبر لمبر: 3482410
نړیواله ډله:د بشري حقونو سازمانونو په داسې وخت کې دغه غوښته کړي، چې په دې وروستيو کې يوشمېر کسانو ته له دې قانون څخه د سرغړونې او مذهب ته دسپکاوی په تور سزا اورول شوي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د talwasa خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بشري حقونو نړيوالي ادارې  د پاکستان له  مرکزي حکومت  څخه  غوښتنه کوي، چې د مذهب  د سپکاوي لپاره په جوړ شوي قانون کې دي بدلون راوستل شي. خو د دې هيواد د علما شورا يا په  نظرياتي کونسل کې ناست  ديني عالمان  بيا وايي، چې په  ياد قانون کې بدلون  ناشونی دی. حکومت  هم  پر دې دريز ټينګار کوي، چې د سخت دريزو تندلارو له  امله په  دې قانون کې د بدلون نښې نه ليدل کېږي.د بشري حقونو سازمانونو په  داسې وخت کې دغه غوښته کړي، چې په دې  وروستيو کې يوشمېر کسانو ته  له  دې قانون څخه  د سرغړونې او مذهب ته  دسپکاوی په تور سزا اورول شوي دي.
څه  موده  وړاندي د پنجاب ايالت په  شيخوپوره سيمه کې يوې محکمې درېو احمديانو ته  مذهب ته د سپکاوی په تور د مرګ سزا اورولې وه.
د دې هيواد په  اساسي قانون کې احمديان مذهبي لږکې ګرځول شوي او پارلمان په  مېلادي کال ۱۹۷۳ کې دغه  فرقه  غيرمسلم ګرځولي وه، خو احمدي خپل ځانونه  مسلمان ګڼي. په  بېلابېلو ښارونو کې په  وار  وار د احمديانو پر عبادت ځايونو بريدونه  شوي او په کې دوی ته  مرګ  ژوبله  اووښتې ده.
په پاکستان کې په تېره بيا په پنجاب ايالت کې مذهب ته  د سپکاوي پېښي وخت په وخت رامنځته کېږي او په کې تورنو کسانو ته  د محکمې له خوا سزا اورول کېږي. د دې هيواد په  قانون کې دين ته په  سپکاوي کې دخيل مجرمان اعدام کېږي. خو ځيني بيا د بند په  سزا محکوم کېږي.
http://talwasa.af
captcha