IQNA

د سولې نړيواله ورځ

3:14 - September 22, 2019
د خبر لمبر: 3482415
نړیواله ډله:د سپتمبر ۲۱مه نېټه د سولې له نړيوالې ورځې سره برابر ده. د م م عمومي اسامبلې په ۲۰۰۱ کال کې د يو پريکړه ليک له لارې د هر کال د سپتمبر ۲۱مه نېټه د سولې د نيوالې ورځې په توګه وټاکه.

د ایکنا راپور له مخې، د parsstoday خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سپتمبر ۲۱مه نېټه د سولې له نړيوالې ورځې سره برابر ده. د م م عمومي اسامبلې په ۲۰۰۱ کال کې د يو پريکړه ليک له لارې د هر کال د سپتمبر ۲۱مه نېټه د سولې د نيوالې ورځې په توګه وټاکه. په ياد پريکړه ليک کې هم تاييده شوې چې د سولې نړيواله ورځ په نړۍ کې د اوربند او د زور کارولو څخه د پرهېز ورځ ده، تر څو د بېلا بېلو هېوادونو او قومونو له خلکو څخه غوښتنه وشي چې په همدې ورځ دوښمنانه کړنې ختمې کړي، او د ښوونې او د خلکو د اړوندو معلوماتو د زياتوالي له لارې دغه ورځ ياده شي.
captcha