د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پراساس، حجت الاسلام والمسلمین ښاغلی صدیقی لبنان ته په وروستې سفر کښې،د دغه هیواد د حزب الله غورځنګ د لوړ پوړې قوماندان عماد مغنیه په قبر د اسلامی ایران د خارجه وزیرمحمد جواد ظریف شتون او درناوې ته اشاره وکړه او ویی ویل د اسرائیلو د غاصب رژیم او استکباری نړۍ په وړاندې د لبنان مقاومت د اسلامی نړۍ او بشریت پیاوړی ویاړ دی.
نوموړې د لبنان د حزب الله غورځنګ د مشرانو په ترور او په صبرا او شتیلا کښې د صهیونست رژیم پخوانې لومړې وزیر آریل شارون جنایتونو ته اشاره او د دغه جنایتکار په مرګ په غبرګون کښې د لویدیځو چارواکو غمرازی اعلانولو یې خواشینی وښودله او ویی ویل اوس د دی وخت رارسیدلی دی چې د لویدیځی نړۍ خلک ویښ شی او ووینی چې د هغوۍ مشران له کومو ډلو او عناصرو ملاتړ کوی .
د تهران د جمعی لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقی،په راتلونکو ورځو کښې د ایران او ۵+۱ ډلی تر مینځ د جینیوا د موافقې اجرایی کیدو ته اشاره ړکړه او ویی ویل د ایران مقاوم ملت د اسلامی انقلاب له بریالی توب وروسته توانیدلی دی درست ګواښونه په فرصت بدل کړی.
هغه د ایران له اټومی مرکچې پلاوې ملاتړ اعلان کړ او ویی ویل د ایران ملت هیڅکله زور او ګواښ ته نه دی تسلیم شوی او نه به هم تسلیم شی .
د تهران د جمعی لمانځه خطیب له دې سره په یوه وخت د ایران اټومی مرکچې پلاوې ته سپارښتنه وکړه، د خبرو اترو په دوام کښې اړینه ځیرتیا ولری او د اسلامی جمهوری نظام سری لیکی او مصلحتونه وساتی .
ښاغلی صدیقی د اسلامی نړۍ د وحدت د ضمانت لاره په ګډولو تکیه وبلله او زیاته یې کړه،درست مسلمانان په واحد خدای او د هغه په ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) او په وروستۍ الهی وحی او د پیغمبر په تلپاتې معجزی قرآنکریم باور لری .
هغه ټینګار وکړ، د اسلامی نړۍ ظرفیت قدرت جوړونکی دی او که درست مسلمانان تر اسلامی بیرغ لاندې راټول شی ،نو د اسلامی نړۍ حکومت به په درسته نړۍ کښې خپور شی.
1359982