د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پرااساس چې له اطلاع رسولو مرکز «On Islam»، یې نقلوی چې په پاناما کې د مسلمانانو د شمیر د زیاتیدا له امله د دې هیواد اسلامی ټولنې لومړنۍ جومات جوړ کړ.
تازه مسلمان شوی کس ښاغلی «بیانکه چنیس»، یوې دینی مجله سره په مرکې کې اعلان وکړ چې دا لومړۍ ځل دی چې مونږ د پانامې مسلمانانو لپاره یو عمومی ځای لرو او ددې جومات دروازې ټولو لپاره خلاصې دی.
دا خوب، د پانامې د دوو مسلمانو ښځو د نهه کاله کوشش نه روسته په تیر کال ژمی کې د الحق جومات په افتتاح سره پوره او تعبیر شو.
دا جومات د پانامه تازه مسلمان شوی ځایی کسانو لپاره افتتاح شو.
همدا ډول دا جومات هغو کسانو لپاره هم یو د سر پناه ځای شو چې کوم کسان د اسلام په اړه زیات معلومات تر لاسه کول غواړی.