قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د IRISH TIMES ورځپاڼه نه په نقل، وارثی خپله استعفا په توئیتر ویب پاڼه باندې د انګلیس ړومبی وزیر ته وړاندې کړه او وویل: غزه کښې د روان کړکېچو په هکله زمونږ روش او چپتیا د اخلاقو له مخې یو کمزوری او بې دفاع عمل دی، او په انګلیس باندې د دې تأثیر څه بهر او څه دننه ښه به نه وې.
دیود کامرون تیرو څو ورځو نه د اعتراض چپو سره مخامخ دی.
له دې نه مخکښې ادوارد میلیبند، د انګلیس کارکوونکو حزب مشر د کامرون اسرائیلې ظلمونو باندې چپتیا غیر توجیهې ګڼلو سره د انګلیسی دولت د سیاسی اعتراضاتو چپو اخیستلی ده.
فیلیپ هاموند د انګلیس د بهرنی چارو وزیر هم ادعا کړی: د خلکو به اړخه برېښنالیکونو یو باران دی چې په کښې غزه باندې د اسرائیلو بریدو په اړه یی اندېښنه څرګنده کړی.
وارثی چې د مسلمانانو او د انګلیس دولت تر منځه یی د منځګړی توب کار که وو د هافینګتون پوسټ سره مرکه کښې وویل:
دا می نشو کولې چې چپ کښېنم او د اسرائیل د ځواکونو د ظلمونو یواځې تماشه وکړم.
وارثی په کال ۱۹۷۳ کښې په یوې پاکستانی الاصل کورنۍ کښې د انګلیس په شمال کښې وزېږېده او لیدز پوهنتون نه یی د حقوقو په رشته کښې زدکړه وکړه، په کال ۲۰۱۰هغې د ړومبۍ مسلمانی ښځه په توګه د انګلیس دولتی کابینه کښې ځې تر لاسه کړو، په کال ۲۰۰۵ کښې هغې په محافظه کار ګونډ کښې د مشر د مرستیال په توګه کار کولو.
http://www.iqna.ir/fa/News/1436418