IQNA

میانمار کښې د مسلمانانو سختې دوام لرې

14:33 - August 12, 2014
د خبر لمبر: 1438659
نړیواله دله: میانمار کښې د روهینګیا مسلمانانو اقلیت ډیر په سخت او خرابتیا کښې ژوند کوې او د خوراک، اوبو او د علاج معالجه د نشت سره مخامخ دې.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) د  نه په نقل، د میانمار حکومت چې د دې هیواد له مسلمانانو سره یی زور زیاتی له مودو رسی شروع دی هم هغه شان خپل ظلم ته ادامه ورکړی او د روهینګیا مسلمانانو ته د نړۍ ادارو مرسته رسیدو نه لار نیوکه کوی.

روغتون چې د روهینګیا کډوالو کیمپ سره نږدې دې د علاج اسباب، ډاکټران او رنځور پاله د ناروغو مرسته لپاره نه لری.

د روهینګیا یو ځوان وویل: مونږ خپل امید له لاسه ورکړی، زمونږ کورونه، خوبونه ویجاړ شول.

روهینګیا ماشومانو سخت کم خوراکی

حمدا بیګم، د میانمار یو مسلمانه ښځه چې خپله یو کلیزې لور ورسره وه چې د کم خوراکی نه یی هډوکې په څرمنه کښې څرګنده وو ته سترګی واړه ولې او وې ویل: ورېږم چې لور به می ژوندی پاتې نشې، مونږ تقریباْ هیڅ خوراک نه لرو، ځنې ورځې یو څو مړۍ ورته ورکړم.

له ۱۴۰ زره نه زیات د میانمار مسلمانان چې د افراطی بودایانو نه یی تېښته کړې اوس په ناولی او مرداره کډوالو کیمپ کښې ژوند کوی.

څه مسلمانان په خپل کلو کې محاصره شوی، او د خوراک، پاکو اوبو، زدکړې او د علاج نه محروم ژوند تیره وې.

د روهینګیا مسلمانان تقریباْ په سلو کښې ۵ کسان د میانمار ۶۰ زره ولسو ته شاملیږې،  دا تاوتریخجنتوب د بودایی افراطی راهبانو جوړ کړی چې په کښې په سلګونو مسلمانان ووژلی شو او ډېر په کښې ژوبل شو.

که څه هم د میانمار حکومت د نړی له موسسو او د بشری حقوقو ډلو د روهینګیا له مسلمانانو نه حمایت نه کولو باندې انتقاد هم کړی او محکوم کړی یی هم دی، خو ولی دا غیر انسنی عمل دوام لری.



http://www.iqna.ir/fa/News/1437393

captcha