IQNA

د اسلامی نړۍ وحدت موضوع سره:

د ایران او اندونیزیا عالمانو ترمنځه دویمه غونډه

4:24 - September 29, 2014
د خبر لمبر: 1455043
دینی مدرسو ډله: د ایران او اندونیزیا د عالمانو، پوهانو ګډون سره پرون شپې د قم نیږدېښت څېړنو(مطالعاتو) موسسه کښې دویمه غونډه پیل شوه.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، په دې غونډه کښې آیت الله مقتدایی، آیت الله اراکی او آیت الله فیاضی د قم حوزه علمیه نه او ډاکټر تیجانی او دو عالمان افلاطون مختار او درویش هود د اندونیزیا نه ګډون کړی وو، د دې مراسمو په شروع کښې د اسلامی مذهبونو د نیږدېښت نړیواله ټولنه سر منشی آیت الله اراکی خپل وینا کښې څرګنده کړه: دا غونډه د اسلامی مذهبونو عالمانو ترمنځه ړومبۍ علمی غونډه ده چې دې موسسه له اړخه پیل شوه.

هغه ؤ ویل: امید لرم چې دا غونډې به خپرې شی او د اندونیزیا علماو ایران ته راتلل او د دې هیواد عالمانو ته توجه او اهمیت ورکول اسلامی نړۍ ته اهمیت ورکول دی.

آیت الله مقتدایی په دې علمی غونډه کښې د دښمنانو سازشونه شنډولو کښې د اسلامی نړی عالمانو تاثیر لرلو ته اشاره سره ؤ ویل: د ایران او اندونیزیا چې یو ستر اسلامی هیواد دی عالمان توان لرې چې د دښمن ټولې فتنه لکه د تکفیری ډله شنډې کړی.

هغه زیاته کړه چې له داعش سره چې ځان ته د دروغ اسلامی حکومت نوم ورکوی مقابله کول ضروری ده او په کار دې د ټول اسلامی هیوادونه د داعش په مقابله کښې سره یو شی.

قرآن د وحدت محور

د اندونیزیا پوهنتون استاد درویش هود غونډه کښې ؤ ویل: داسې په کار نه ده چې مونږ کښې او نورو کښې د قرآن په پوهنو کښې فرق وې، هغه څه چې خلک ترې بی خبره دې دا ده چې هغې وایې دا څه چې تاسې وایې  دا ته کفر کوی، خو ولی په حقیقت کښې دا مسئله په فروع دین کښې دی او په کار نه ده چې فروع دین باندې مونږ خلکو ته کافر ووایو.

هغه زیاته کړه: دغه خلک دروغ وایې چې شیعه د دېرشو سپارو قرآن نه غیر بل کتاب لرې چې هغه پټ دی دا یو لوی تهمت دی.

هغه ټینګار وکړو: دغه کسان په هم دغه دلیل شیعه کافر ګڼې او په دې نه پوهېږې چې په کار نه ده څوک مونږ په دومره آسنی سره کافر کړو، په کار دا ده چې د اسلامی عالمانو او د ایران او اندونیزیا عالمانو تر منځه باید دا علمی تبادله او مفاهمه زیاته شی. او د دې تأثیر هم به زیات شی

اسلامی مشترکو عقیدو باندې تکیه

پروفیسر تیجانی هم په دغه نشست کښې د قرآن او اهلبیتو په نوم باندې مسلمانانو ته د یووالی اشاره سره ؤ ویل: تول مسلمانان خپلو کښې سره روڼه دې، زمونږ ډېر بحثونه سره یو دې، الله، رسول، قرآن او اهلبیت له دغه مهم مشترکو څخه دی، په کار دې پر دې ټینګار وکړو.

هغه زیاته کړه: د اسلامی هیوادونو له یو بل سره نزدېکت او یووالې لپاره مهمه لار د عالمانو په خپلو کښې خبرې اترې کول دې، او په کار دې د دې خبرو محور اهلبیت وې، ځکه چې پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم فرمایلی: اهل بیت د نجات کښتۍ ده. نو په کار دې ټول مسلمانان په دغه کښتۍ سواره شو، او د فتنه د څپو نه ځان وساتو.

افلاطون مختار هم خپله وینا دې مراسمو کښې وړاندې کړه او وې ویل: له ښه مرغه د جمهوری اسلامی ایران هر قدم په دې اړه مثبت دې او هم دا وجه وه ده چې غواړم ایران د نړۍ ړومبنۍ قدرت جوړ شی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1453365

captcha