IQNA

پاکستان کښې د غدیر جشنوزمه به پیل کېږی

2:47 - October 12, 2014
د خبر لمبر: 1459263
نړیواله ډله: د امام علی علیه السلام مقدس استانې دویمه جشنوزمه د پاکستان پایتخت اسلام آباد کښې پیل کېږی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آستان مقدس علوی اطلاع رسوونکې ټولنه نه په نقل، دا جشنوزمه د غدیر په مناسبت سره پیل کېږی چې د پاکستان الکوثر پوهنتون هم په کښې مرسته لری.

د آستان علوی له دینی، فکری، کلتوری او رسنۍ برخو ډله دا نظر لرې چې د دې جشنوزمې ضروری چمتو والی لپاره به اسلام آباد ته سفر کوی،

د دې ډلې مشر سید غسان الخرسان، ؤ ویل: مونږ به دویم ځلی پاکستان ته سفر کوو مونږ ړومبنۍ سفر تېر کال د ړومبۍ جشنوزمه لپاره اسلام آباد ته کړی وو.

هغه د امام علی علیه السلام نه دې حدیث(الناس صنفان إما أخٌ لک فی الدین أو نظیر لک فی الخلق) نقل کولو سره زیاته کړه: زمونږ له دې سفر هدف د اصلی اسلام او د اهلبیت علیهم السلام مدرسه د یووالی، نږدیکښت، ورور ولی، ملګرتیا او د انسانیت په توګه پیل کېږې.

الخرسان څرګنده کړه: د دینی، فکری، کلتوری او رسنۍ کتابونو ټولګی چې په عربی او اردو ژبه کښې د آستان علوی له اړخه چاپ شوی، په دې سفر کښې له ځان سره پاکستان کښې وېش لپاره وړو.

هغه ؤ ویل: د پاکستان د نورو ښارونو او اسلام آباد کښې د اسلامی موسساتو له شخصیتو او له مسؤولانه سره لید او د دغه هیواد علمی او کلتوری مرکزونو لید دې سفر په هدف کښې سره شامل دی.

http://iqna.ir/fa/News/1457932

captcha