IQNA

عراق کښې د 100 قرآنی استادانو روزنې ړومبۍ دوره

3:17 - October 12, 2014
د خبر لمبر: 1459264
نړیواله ډله: نجف اشرف د امام علی علیه السلام سپېځلې زیارت کښې او د عراق نورو ایالتونو کښې د 100 قرآنی استادانو روزنو ړومبۍ دوره پیل شوه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د امام علی علیه السلام د زیارت اطلاع ورکوونکو نه په نقل، د امام علی علیه السلام د زیارت دارالقرآن سره مربوط د قرآن ښوونې څانګې د قرآن تبلیغ څانګه سره په مرسته د ۱۰۰ قرآنی استادانو روزنې دوره پیل کېږې.
د امام علی علیه السلام سپېځلې زیارت دارالقرآن مشر او د دې دوره څارونکې سید باسم الحلو، ؤ ویل: د ۱۰۰ قرآنی استادانو روزنه طرحه به د نجف او عراق نورو ایالتو کښې د قرآن ښوونې او زدکړې کلتور خپرولو او د قرآن خدمت کولو مرکزونه جوړولو په هدف سره اجرا کېږې.
هغه زیاته کړه: دا دوره به د هغه محصلانو لپاره چې د قرآن د تجوید دوره یی لیدلې ده اجرا کېږې چې د قرآن په مختلفو علمونو کښې استادان شی او قرآنی علمونو ښوونې وکړی.
سید باسم الحلو ټینګار وکړو: په دې دوره کښې د شرکت کوونکو نیم شمېر د دارالقرآن، قرآنی مرکزونو او موسسو محصلانو نه دی، چې د امام علی علیه السلام د سپېځلې قرآنی تبلیغ دارالقرآن څانګه په مرسته دې دوره کښې شرکت کوی.
هغه ؤ ویل: او نور نیم کسان د امام علی علیه السلام له دارالقرآن نه قرآنی دوره یی پایی ته رسولې دی هغه محصلان دی چې د دې مرکز فارغ التحصیل دی.
سید الحلو ؤ ویل: د دې دوره په اخیره کښې به د عملی او لیکنې امتحان نه پس د دغه کسانو ته چې اوچت مقام راوړی تصدیق نامه ورکړی کېږې.
هغه زیاته کړه: د قرآن صحیح قرائت لپاره د تجوید احکام او درسونه د الهی کتاب ښکلې لیک، د مختلف قرآنی علمونه، قرآنی فقهی بحثونه او د قرآن ښوونې ۱۰۰ استادانو ته قرآنی روزنو دورې برخه ده.
http://www.iqna.ir/fa/News/1457851

captcha