IQNA

آيت ا... العظمی خامنه ای: شيعه او سنيان، بايد له بركته ډك اسلامی يووالی په ټول وجود سره وساتی

9:47 - May 20, 2009
د خبر لمبر: 1780759
سياسی ډله: د اسلامی انقلاب ستر مشر ،د يووالی، شتون او پوهې درې عناصر د ايران د ملت د پرمختګ، اقتدار او ابهت د دوام تضمين كونكی وبلل او په ولسمشرۍ انتخاباتو كې یې د ايرانيانو په آګاهانه شتون ټينګار وكړ.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای كردستان ولايت ته په سفر كې نن د بيجار ولسوالۍ د خلكو په ولوله ناكه ټول كې د اسلامی ستر انقلاب د برياليتوب او د برابريدا عناصرو په بيانولو كې ملی يووالی ته اشاره وكړه او زياته یې كړه، له بيلابيلو مذهبونو او قوميتونو سره د ملت د كلمې يووالی، او د اسلامی جمهوريت له بنسټګر حضرت امام خمينی (ره) څخه د هغوی پيروی، د نړۍ په سياسی تفكر كې نوی بهير رامنځته كړ چې د هغه هدايت بخښونكی اثار د فلسطين، لبنان، او نورو مسلو كې روښانه دی او ویښ كونكی اغيز یې د افريقا له شماله د آسيا تر ختیځه پورې په پراختيا دی.
حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای په ايران كې د اسلام د بيرغ له وچتولو په دفاع كې د سياسی ډول ډول بهيرونو او ايرانی قومونو د يووالی دوام ،ډير ضروری او د ملت د ځلانده راتلونكی ضامن وباله او د كردستان شيعه سنی خلكو ته يو ځل بيا په خطاب كې ټينګار وكړ،له بركته ډك اسلامی يووالی په ټول وجود سره وساتئ.
د اسلامی انقلاب ستر مشر په بيلابيلو ډګرونو كې د خلكو شتون د ايران د ملت د پرمختګ اوعظمت د تضمينولو دويم عنصر وباله او سپارښتنه یې وكړه، په ولسمشرۍ انتخاباتو كې پراخ شتون ولرئ او په اقتصادی، رغندوالی او نورو ډګرونو كې هم خپل اغيزمن او ټاكونكی شتون وساتئ.
407933

captcha