IQNA

ايت الله خامنه ای: د ايران قوم مومن، خبر او په ډګر كې شتون ته چمتو ولس دی

8:37 - June 29, 2009
د خبر لمبر: 1796031
سياسی او ټولنيزه ډله: د رهبرۍ ستر مقام د اسلامی جمهوری نظام پر ضد د ترهه ګرو اقداماتو هدف له وتليو او غوره شخصيتونو د اسلامی انقلاب بې برخی كول وبلل.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ستر لارښود د دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن اته ويشت كاله وړاندی د ۱۳۶۰ كال د سرطان په اوومه د اسلامی جمهوری ګوند د دفتر د چاودنې د ترهه ګری پیښې په كليزه كې د ايران د قضايه قوی له مشر او مسئولانو سره په كتنه كې وفرمايل د دښمانانو د ګومان په اپوټه اسلامی انقلاب له دغو وژلو سره سره تاوان ونه ليده ؤ بلكه ددغه انقلاب اصلی بنسټ چې له نظام سره د خلكو ارتباط دی لا پياوړی شو .
حضرت ايت الله خامنه ای همدغه راز د ايران د ولسمشرۍ له ټول ټاكنو وروسته وروستيو پیښو ته په اشارې سره د قانونی معيارونو له لارې د مسئلو آواری ممكن وباله او ټينګار یې وكړ د ايران ملت ،مومن ، خبر ، او په ډګر كې شتون ته چمتو ولس دی او له خپل نظام سره كومه ستونزه هم نلری ، او سياسی شخصيتونه او پوهان دی چې بايد د خپلو خبرو او كړچار خيال وساتی .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د ايران د كورنيو چارو په باب د ځينو امريكايی او اروپايی چارواكو د لاسوهونكو څرګندونو په غندنې سره ټينګار وكړ دغه سرغنې د ايران په هكله داسی ناوړه څرګندونې كوی چې ته وا خپل ټولی ستونزې یې ختمی شوی او يوازی د ايران ستونزه پاتی ده .
ايت الله خامنه ای زياته كړه دغه ډول پلويتوبونه به اپوټه پايله ولری ، ځكه چې د ايران ملت پوهیږی چې په اته كلنې سپیڅلی دفاع كی او په هغه وخت كې چی ددغه خلكو په حق كې جنايت وشو ، كورونه یې بمبار او ويجاړ شول او له كيمياوی بمونو یې هم استفاده وكړه ، دغو حكومتونو هیڅ ډول رحم ونكړ ، بلكه د ايران د ملت له دښمن سره یې مرسته وكړه.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د افغانستان، عراق، پاكستان او فلسطين د بې ګناه خلكو په حق كې د امريكا او ځينو اروپايی حكومتونو جنايتونو او بې رحميو ته په اشارې سره وفرمايل رحم او له خلكو سره دوستی ددوئ په خټه كې نشته او اوس چې د ايران د ملت په اړه په هيواد كې دننه له ځينو وګړو پلويتوب څرګندوی ، نو موخه یې معلومه او خلك هم په دی موضوع ښه خبر دی .
426730

captcha