IQNA

مباهله، يوه قرانی پیښه د اهلبيتو ( عليهم السلام) په فضيلت باندې روښانه ګواهی

15:15 - December 14, 2009
د خبر لمبر: 1860727
د ذی الحجې د مياشتې په 24 نیټه د اسلامی تاريخ يوه ډېره خوندوره او مهمه پیښه پیښه شوه چې ځانته خاص اهميت لری او د اسلامی ميراث په توګه د اسلامی نړۍ لپاره د هميشه لپاره پاتې شوه.
د مباهلې پیښه د فلسفې او طريقې له مخې د "غديرخم" پیښې سره ډېره نزدې وه ځكه چې د خدای رسول په دې ورځې د ټولو كسانو په ټاكنو سره د مباهلې ميدان ته د عسايانو په وړاندې ودريد او په دې طريقه پيغمبر خپل له ټولو نزدې كسان خلكو ته وښودل نو مونږ دا ويلې شو چې مباهلې دويم غدير دی.
د مباهلې ورځ د ټولو اسلامی مذهبونو او فرقو لپاره د وحدت سبب او راز هم كيدی شی ځكه چې دا پیښه د سند له مخې قرانی جرړه لری او د تفسير او اسلامی تاريخ او حديث ټول كتابونه په دې پیښې ګواهی وركوی چې ورسره د پيغمبر(ص) او د هغه د اهلبيتو لوړ مقام څرګندیږی.
د ذی الحجې د مياشتې 24 نیټه د مباهلې نامه لری.
مباهله په لغت كښې په يو بل باندې لعنت نفرين كول دی.
د هجرت له لسم كال، د نجران ځينې عسايان (د سعودی عرب په لويدیځه سيمه) په مدينه كښې، پيغمبر(ص) ته ورغلل او د حضرت عيسی(ع) په هكله یې ورسره خبرې اترې وكړې. پيغمبر(صلّی الله عليه وآله) وفرمايل: عيسی د خدای بنده او د هغه كلمه وه چې هغه یې مريم ته وركړه
عسايانو وويل: دا څنګه كيدې شی چې يو انسان بې پلاره پيدا شی؟
نو په دې هكله د قران يو ايت نازل شو چې ویې ويل: د عيسی(ع) مثال د ادم(ع) په څېر دی چې د خدای په حكم بې له مور پلاره پيدا شو.
كله چې عقل او دليل په هغوی باندې څه اثر ونه كړ او بحث څه نتيجې ته ونه رسيد، پيغمبر(ص) د خدای په حكم هغوی ته د مباهلې بلنه وركړه. يعنې دواړه ډلې دې يو ځای كښې راجمع شی او د خدای په درګاه كښې دې زاری او دعا وكړی او له خدايه دې وغواړی چې حقيقت دې څرګند كړی او په دروغجنو دې لعنت وكړی.
د مباهلې ايت:
«فَمَنْ حَاجَّك فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءَك مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَ أَبْنَاءَكمْ وَ نِساءَنَا وَ نِساءَكُمْ وَ أَنفُسنَا وَ أَنفُسكُمْ ثُمَّ نَبْتهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَة اللَّهِ عَلى الْكذِبِينَ.» ال عمران(61)
«نو څوك چې له تا سره په دې (مسئله كښې تا ته د علم له راتللو نه پس هم، بحث (جګړه) وكړی نو ووايه: راشئ مونږ خپل زامن او تاسو خپل زامن، مونږ خپلې ښځې او تاسو خپلې ښځې مونږ خپل نفسونه (چې زمونږ د ځان په ځای دی) او تاسو خپل نفسونه، راوبولو بيا (خدای ته) دعا او زاری وكړو او په دروغجنو به د خدای لعنت وكړو»
د ذی الحجې د مياشتې په 24 نیټه د خدای رسول(ص)، حضرت علی، فاطمه زهرا، حسن او حسين ( عليهم السلام ) سره د نصاراو سره د مباهلې لپاره بهر راووت. كله چې عسايانو د هغوی جلال او بزرګواری وليده نو وويريدل او له مباهلې یې وغړيدل. د عسايانو اسقف (مشر ملا) پيغمبر(ص) ته وويل: ای ابوالقاسمه! مونږ تا سره مباهله نه كوو بلكه مصالحه درسره كوو، نو پيغمبر(ص) هغوی سره مصالحه وكړه او هغوی د اسلامی حكومت لاندې جزيه (ماليات) قبول كړل.
د مباهلې د اختر د نماځلې ضرورت
په پای كښې د دې ورځې د نماځلو لپاره څو وړانديزونه وړاندې كوو چې د ټولو بهرنی او دننی كلتوری مشرانو د قرانی كارونو او د اسلامی علمونو د زده كوونكيو لپاره ګټه ور وی.
1) د مباهلې په هكله مقالې، ترجمې، تاليفات او اطلاع رسوونې.
2) د مباهلې د نماځلو لپاره محفلونه، نعتونه، تواشيح او ويناوې د اهلبيتو( عليهم السلام ) تر موضوع لاندې ترسره كول
3) د مباهلې د پیښې په هكله د شعر او ادب محفلونه، تیټرې او نندارتونونه ترسره كول.
4) د اهلبيتو( عليهم السلام ) په هكله او د مباهلې د اختر په هكله د تاريخی اطلاعاتو كلتوری مقابلې، مقالې ليكل، د متونونو ترجمه، نقاشی، خوشنويسی او شعرونه.
5) د مباهلې په هكله اسلامی سایټونه او قلمی او هنری اثار وړاندې كول.
6) د اهلبيتو( عليهم السلام ) او مباهلې هكله د كلتوری او هنری اثارو نندارتونونه ترسره كول.
7) د اهلبيتو( عليهم السلام ) او مباهلې په هكله اينټرنیټی مجلې په بيلا بيلو ژبو خپرول.
8) معتبرو اسلامی مطبوعاتو سره اړيكه ساتل او د اهلبيتو( عليهم السلام ) او مباهلې د اختر په هكله ورته اثار لیږل.
9) مسلمانانو شخصيتونو ته د اهلبيتو( عليهم السلام ) او مباهلې د اختر په هكله مقالې او د مباركۍ پيغامونه لیږل.
محمد رضا صالح
captcha