IQNA

د فلسطين د ژغورنۍ يوازينۍ لاره مقاومت، میړانه او د عمل تر څنګ په خدای توكل دی

17:46 - December 16, 2009
د خبر لمبر: 1861896
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود ټينګار وكړ د فلسطين د ژغورنۍ يوازينۍ لاره ، مقاومت ، میړانه او د عمل او اقدام تر څنګ په خدای توكل دی .
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د حماس د سياسی دفتر له مشر خالد مشعل او ورسره پلاوې سره په كتنه كښې د حماس په شمول د مقاومت د ډلو او فلسطين د خلكو د مقاومت قدرونه وكړه او د فلسطين راتلونكی یې ددغه ټاټوبی د خلكو پر ضد له درستو ظلمونو ، كړاونو او سختيو سره سره روښانه او هيله من وباله .
د رهبرۍ ستر مقام ددی په بيانولو سره چی د فلسطين پیښې دوه اړخونه لری وفرمايل يو اړخ یې د تر ټولو سختو دباوونو په وړاندې د غزی د خلكو مقاومت دی او بل اړخ یې د فلسطين د مسلمانو خلكو په وړاندې په ظاهره د ځينو مسلمانو عربانو خيانت دی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د سياسی لوبو ، ګواښونو او دباوونو په وړاندې د حماس د مشرانو په مقاومت ټينګار وكړ او ویې فرمايل د ايران اسلامی جمهوريت د فلسطين مسئله خپله مسئله او له هغو ملاتړ خپله شرعی او اسلامی دند ه بولی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د فلسطين د موضوع په وړاندې د بې پروا دریځ په لور د ايران د مجبوره كولو لپاره د دښمنانو پراخو هڅو ته اشاره وكړه او ډاګينه یې كړه د ايران له اسلامی جمهوريت سره د استكبار د دښمنۍ يو اصلی علت د فلسطين موضوع ده او كه ايران د فلسطين موضوع كښې نرمی ښودلی وای نو دغه دښمنۍ به ډيری كمی شوی وای خو مونږ په دغه موضوع كښې ولاړ يو او نرمښت به ونكړو .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای وفرمايل كه د فلسطين موضع سمه آواره شی نو د اسلامی امت ډيری ستونزې په اواری شی .
د رهبرۍ ستر مقام همدغه راز د فلسطين د خلكو پرضدد صهيونست رژيم وروستيو ګواښونو ته اشاره وكړه او یې فرمايل كه صهيونست رژيم دغزی د خلكو پرضد بل جنګ پيل كړی نو د تير جنګ په پرتله به دا ځل لا سخته درنه ماتی وخوری او په نړۍ كښې به رسوا شی .
509936
captcha