IQNA

حزب الله د ابراهيمی جومات د يهودی اثارو سره تړلو فيصله وغندله

19:53 - February 26, 2010
د خبر لمبر: 1890744
سياسی او ټولنيزه ډله: د لبنان حزب الله په 23 فروری په خپلی بيانيی كې د ابراهيمی جومات د يهودی اثارو سره تړل د صهيونسټ نيواكګر فيصله په سختو ټكو سره محكومه كړه
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حزب الله په دې بيانيی كې ويلی دې چې د الخليل ښار د ابراهيمی جومات د يهودی لرغونی اثارو لړليك كې شاملول د مسلمانانو په سپیڅلی ځايونو يو نوې ظلم دی
په دې بيانیې كې راغلی دی چې د صيونيسټ حكومت دا اقدام د نړۍ نږدی يو نيم ارب مسلمانانو د عزت او درناوې سپكاوی دی
حزب الله له ټولو مسلمانانو غوښتنه كړې ده چې هغوی د نوې يهودی جوړولو د منصوبو پر ضد خپلو عكس االعمل وښايی او وې ويل چې په دې كې كوم ډول سستی دغه نيواكګر حكومت په نورو ظلمونو اخته كوی
حزب الله په پاې كې د ينواكګر حكومت سره د سولی كوونكو ځينو ډلو په غندولو سره له عربو هيوادونو او اسلامی كانفرنسه غوښتنه وكړه چې هغوی دې په خپلې ذمې عمل وكړی او دې فيصلی پر ضد دې خپل اقدامات وكړی
543441
captcha