د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د نن ورځې د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام كاظم صديقی د اسرايلو جاسوسۍ ادارې موساد ته د اړونده جاسوسۍ چينل ډله مينځه وړلو او د تهران پوهنتون د استاد مسعودی علی محمدی د ټرور د عواملو د نيولو لپاره د ايران د استخباراتی ادارې د هڅو په قدرونې سره وويل په ايران كښې د موساد جاسوسۍ ادارې د ترهګرۍ او جاسوسۍ د پيچليو عملياتو په كشفيدا سره په استخباراتی او جاسوسی ډ ګر كښې د صهيونيسټ رژيم د ناماتی افسانه باطله شوه.
ښاغلی حجت الاسلام كاظم صديقی د پوهنتونونو شهيد استادان اسمانی څيرې وبللې چې د دنيا په معنوی او علمی تحول كښې یې د بدلون پيچومی رامينځته كړی دی او د وجود نور یې د نړۍ د تر ټولو زيات شر اچونكی رژيم په لاس په شهادت سره وراثت كې موندلی.
ښاغلی حجت الاسلام صديقی دغه راز له صهيونيسټ رژيمه د ملاتړ په دليل د بشری حقوق د دفاع په ادعا كونكو او نړيوالو موسسو نيوكې سره زياته كړه امريكا او لويدیځ هيوادونه د داسې رژيم ملاتړ كوی چې د هغه د وجود اصل ناجايز او ناروا دی په داسې حال كښې د صهيونيسټ رژيم بنسټ تيری او وژله او تر اوسه یې په اټومی ساينس پوهانو حملو سره له علم او پوهې سره په مخالفت كښې خپله ناوړه څيره ښودلی ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب حجت الاسلام كاظم صديقی د خپلې وينا په بلې برخې كښې د ۱۳۸۸ هجری لمريز كال د مرغومی د مياشتې د نهمې نیټې د حماسې په يادونې سره وويل د اسلامی نظام دښمانانو په خارج كښې د نظام د نسكورولو لپاره رسندوی جنګ پلان كړ او د ايران دننه هم يو شمير كسانو په خبر ډول او ځينو غوليدليو كسانو په اتو مياشتو كښې د ايران ملت او اسلامی نظام ته تاوانونه ورسول او د خلكو د سپیڅلتياو سپكاوی یې وكړ خو د مرغومی د مياشتې په نهمه نیټه د ايران د سرشيندونكی، مومن او هوښيار ملت د ايمان ورایښت د رسندوی جنګ تغر ټول كړ او فتنه ګران د تل لپاره منزوی او څنګ ته كړی شول.
730093