د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د شهيد ډاكټر مسعودی علی محمدی او د شهيد ډاكټر محمد شهرياری په كورونو كښې په شتون سره د دغو دوو شهيد كړی شويو ساينس پوهانو له كورنيو سره كتنه او خبرې وكړې.
د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د شهيد مجيد شهرياری له كورنۍ سره په كتنې كښې وويل د ډاكټر شهرياری شهادت د ايران عملی ټولنې ته عزت وركړ.
ښاغلی حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د تهران پوهنتون د فيزيك د استاد شهيد ډاكټر مسعود علی محمدی له كورنۍ سره هم په كتنې كښې وفرمايل شهادت د لوړ الهی ایډيل په لاره كښې د دښمانانو په لاس وژل كيدل دی.
و ويلو ده د تير ميلادی كال په نومبر مياشت كښې د صهيونيسټ رژيم او امريكا ته د اړونده عواملو په ترهګرې حملې كې د تهران د بهشتی پوهنتون استاد ډاكټر مجيد شهرياری شهيد كړی شو.
د تهران پوهنتون د فيزيك استاد ډاكټر مسعود علی محمدی هم د تير ميلادی كال د جنورۍ په مياشت كښې په تهران كښې د خپل كور مخ ته په يوې بلې ترهګرې حملې كې شهيد كړی شوی وو.
د ايران د استخباراتو وزارت د روانۍ جنورې مياشتې په لسمه نیټه په يوې بيانې كې لاس ته راغليو مدركونو استناد سره د اسرايلو جاسوسۍ اداره موساد د تهران د پوهنتون د فيزيك د استاد د ټرور اصلی عامله وبلله.
735629