د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی ايران ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد نن د حكومت له كابينې سره د حضرت امام خمينی رحمه الله عليه د له اډيالونو سره د ميثاق د تجديد لپاره ، د هغه حضرت په مبارك حرم كې په شتون سره د خبريالانو په ټول كې وويل ، د اير ان د ملت او د ملت د خدمتګارانو په استازيتوب، اعلانوم چې هیڅكله به حضرت امام له كرښې او اډيالونو نه لرې كیږم.
د اسلامی ايران ولسمشرد دې خبرې په كولو سره چې اسلامی ايران په ټوله نړۍ كې ځلانده شوی وويل، كه تيری ګر وغواړی چې د ايران د ملت د خوځښت په مقابل كې ودریږی، د هغوی ټولو او د هغوی د تش په نامه قدرت په مقابل كې به ودریږو.
741813