IQNA

په مدينه كښې د اسلامی نړۍ د تكړه قرآنی خوشنويسانو نندارتون په كښې ٣٠٠ اثرونه وړاندې شول.

10:59 - February 15, 2011
د خبر لمبر: 2081208
بين المللی ډله: د اسلامی نړۍ د قرآنی خوشنويسانو د تر ټولو مشهورې غونډې تر سره كونكې كمیټې دغې كمیټې ته د اسلامی هيوادونو د قرآنی تكړه خوشنويسانو د ٣٠٠ نسخو د وړاندې كولو خبر وركړ.
د بحرين د رسمی خبری آژانس په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی نړۍ د قرآنی خوشنويسانو د كانفرنس جوړونكې كمیټې اعلان وكړ: ددغه نندارتون علمی او دداورۍ كمیټې د دغه كانفرنس منشی خانې ته د وړاندې شويو ٣٠٠ اثرونو نه ٢٣٠ اثرونه قبول كړل.

دغه كانفرنس د ١٣٩٠ ه.ش كال د غوی د مياشتې له ١٧ نه تر ٢٣ نیټې پورې د مدينې منورې د ملك فهد د قرآنی كمیټې په همت او د اسلامی نړۍ د غوره خطاطانو او خوشنويسانو په شتون سره تر سره كیږی او په عثمانی رسم الخط باندې د قران كريم د ليكنې او د عربی خط د مسائلو او د هغو د هوارولو په ډګر كښې فعال يو شمير خوشنويسان پكښې شتون لری.
747487
captcha