IQNA

په علامه اقبال پوهنتون كښې ( د قرآنی اماكنو په هكله يو مستند) نومې سيمينار تر سره شو.

14:04 - May 01, 2011
د خبر لمبر: 2115251
بين المللی ډله: ( د قرآنی اماكنو په هكله يو مستند) نومې سيمينار د غوی د مياشتې په اتمه د پاكستان د پلازمينې اسلام آباد ښار په علامه اقبال پوهنتون كښې تر سره شو.
د «Associated Press of Pakistan» خبری آژانس په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه كانفرنس كښې چې د علامه اقبال لاهوری پوهنتون د اسلامی او عربی تحقيقاتو د پوهنځی په همت تر سره شو، پاكستانی تكړه پوهاند اشفاق حسين او د علامه اقبال پوهنتون د رئيس مرستيال ناظر احمد ويناوې وكړې.
په دغه كانفرنس كښې د ټول پاكستان د يو شمير پوهنتونونو او د ښوونې د موسسو محصلينو او كارپوهانو ګڼ شمير ګډون وكړ.
د علامه اقبال پوهنتون د اسلامی او عربی تحقيقاتو د پوهنځی استاد او رئيس علی اصغر چشتی او ددغه پوهنتون د اسلامی انديشو د څانګې رئيس محمد باقر خوان خاكوانی هم په دغه سيمينار كښې ويناوې وكړې.
783456
captcha