IQNA

د مصر سياسی حالت د لويدیځوالو په زيان كې ده

10:59 - August 04, 2011
د خبر لمبر: 2165030
سياسی ډله: نيوز ويك مجلې په يو نظر غوښتنې كې د مصر سياسی حالت د امريكې او لويدیځوالو په زيان كې وباله دا په داسې حال كې ده چې امريكې د مصر د سياسی حالت د خپلو ګټو او كنټرول كې راوستلو لپاره په ميليونونو ډالرو رشوت د نظامی شوری ته وړانديز كړی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ايت الله خامنه ای د كتابونو د خفظ او خپرونی موسسې یې نقلوی چې نظر غوښتنه څو ورځې مخكښې تر سره شوی ده
اوس د د اسلامی ویښتيا خبرونو ته لنډه كتنه

مصر بايد دپخوانی ديكتاتور دوخت قوانين ختم كړی .
د بخښنې نړيوالې موسسې پرون وويل كه چيرې مصر غواړی په سپتمبر مياشت كښې دازادو او شفافو انتخاباتو دترسره كيدا دخبرې تضمين وركړی نو بايد دپخوانی ديكتاتور حسنی مبارك دوخت ټول قوانين لغوه كړی .
دبخښنې دنړيوالې موسسې ايمنسټی اينټرنيشنل مشر ساليل شیټی دمصر په پلازمينې قاهرې كښې خبريالانو ته په مركه كښې له عربو هيوادونو وغوښتل چې په خپلو هيوادونو كښې اصلاحات ترسره كړی .
هغه په مصر كښې په پوځی محكمو كښې دملكی خلكو دمحاكمه كيدا او دولسمشر له ليرې كيدا وروسته دبیړنی حالت په لغوه كيدا كښې په پاتې راتلو كښې دمصر دحكومت په اقداماتو اندیښنه وښودله.

ال خليفه رژيم له انقلابيانو سره دخبرو غوښتونكی نه دی .
د بحرين سياسی فعال ټينګار وكړ ال خليفه رژيم له انقلابيانو سره دخبرو غوښتونكی نه دی .
دبحرين سياسی فعال يوسف البحرانی العالم ټيلی ويژن ته په مركه كښې ټينګار وكړ انقلابيانو ته دبحرين دباچا ، لومړی وزير، كورنيو چارو وزير او دعدلیې وزير خبرداری ددې ښودنه كوی چې ال خليفه رژيم دبحرين دكړكيچ دحل كولو لپاره دخبرواترو ترسره كيدل نه غواړی .
هغه دسياسی فعالانو لپاره دظالمانه حكمونو په صادريدا دخلكو غوسې ته په اشارې سره وويل خلك به په داسې شرايطو كښې مظاهرو ته دوام وركړی او دغه مظاهرې نورې هم پراخیږی .
په بحرين كښې ال خليفه رژيم دامريكا او انګلستان په اجازې او دسعودی عربستان، متحده عربی اماراتو او اردن دپوځيانو په غير قانونی لاسوهنې سره دخلكو وژل ،ژوبلول اونيول پيل كړی او تراوسه یې په لسګونو جوماتونه هم ړنګ كړی او هلته یې قران مجيدونه سوزولی .
د بحرين خلك دديكتاتور باچا له قدرت څخه دليرې كيدا او دازادو او شفافو انتخاباتو دترسره كيدا غوښتنه كوی .
بل خبر داچې دفوټبال نړيوال فیډريشن دبحرين دفټبال ددوو لوبغاړو دزندانی كولو په باره كښې دال خليفه رژيم مقاماتو ته خبرداری وركړ .
دفټبال نړيوال فیډريشن دبحرين دفوټبال فیډريشن ته په ليك كښې غوښتی دی چې دواكمن رژيم پرضد مظاهرو كښې دګډون په تور ددغه هيواد دورزش ددوو مهمو شخصيتونو علا حبيل او محمد حبيل دنيولو په باره كښې توضيح وركړی .

د شام خلكو د ولسمشر په ملاتړ كښې لاريون وكړ .
د سوریې (شام) په لسګونو زرو خلكو په لاريون سره له ولسمشر څخه خپل ملاتړ اعلان كړ .
پريس ټی وی چينل وايی دسوریې دحكومت پلويانو پرون په يو شمير مظاهرو كښې دخپل هيواد په كورنيو چارو كښې دخارجی هيوادونو لاسوهنه وغندله .
دسوریې په پلازمينې دمشق كښې دمختلفو فرقو مذهبی مشرانو په يوې غونډې كښې له حكومت سره خپل پيوستون اعلان كړ .
داپه داسې حال كښې دی چې يوې بلې ډلې دسوریې په نورو سيمو كښې دحكومت ضد مظاهرې وكړې او ورانكار اقدامات یې وكړل چې له كبله یې دامنيتی ځواكونو او ملكی خلكو په شمول اوه كسان ووژل شول .
په سوریې كښې دناكراريو له پيليدا راهسې تراوسه په سلګونو كسان وژل شوی .
دسوریې حكومت په ټيلی ويژن دځينو نيول شويو ترهګرو داعترافانو په خپرولو سره ويلی دی يو شمير وسله والې ډلې چې دامريكا ،انګلستان، سعودی عربستان او ځينو نورو اروپايی او عربو هيوادونو ديكتاتوران ورسره مرستې كوی دسوریې دتاوتريخوالو مسولې دی .

عربستان او امريكا هڅه كوی په يمن كښې نږدې كس قدرت ته ورسوی .
ديمن خلكو يوځل بيا دعلی عبدالله صالح په حكومت اعتراض كښې مظاهرې وكړې او دامريكا او اسرايلو پرضد یې شعارونه وركړل .
په واشنګټن كښې دفارس خليج دچارو دموسسې مدير علی الاحمد له پريس ټی وی چينل سره په مركه كښې ديمن دخلكو د ورستيو اعتراضونو په باره كښې ويل ديمن خلك په سيمه كښې دامريكا له سياستونو خبر شوی دی او په همدې دليل په خلكو كښې دامريكا او اسرايلو ضد احساسات په زياتيدا دی .
هغه په يمن كښې دخپل پروګرام داجرا كولو او دخپلو نږدې كسانو قدرت ته درسولو لپاره دسعودی عربستان او امريكا هڅې ته په اشارې سره وويل دمظاهره چيانو لپاره به حالت نور هم سخت شی او هغوې بايد دځان لپاره يو مشر ولټوی .
په واشنګټن كښې دفارس خليج دچارو دموسسې مدير و ويل كه څه هم ديمن ديكتاتور له قدرت څخه تللی خو ممكن دی دهغه په شان يو بل سړی قدرت په لاس كښې واخلی او ديمن خلك دغه كار نه خوښوی .
هغه ديمن دخلكو غوښتنو ته له ځواب وركولو ديمن حكومت ډډه كولو ته په اشارې سره وويل خلك له مشر پرته نتيجې ته نه رسیږی او څه موده وروسته دمظاهرو له دوامه ستړی كیږی او اختلاف پكښې راځی

دبشری حقوقو يوې موسسې ويلی چې دبحرين رژيم روغتونونه په نيواك كښې راوستلی .
دبحرين دبشری حقوقو دمركز غړی ددغه هيواد د روغتونونو دحالت په باره كښې ديوې مرسته رسونكی ډلې راپور دبحرين دحكومت دجنايتونو يو بل ثبوت وباله .
دبحرين دبشری حقوقو دمركز غړی عباس العمران له العالم ټيلی ويژن سره په مركه كښې وويل دسعودی عربستان او بحرين دامينتی ځواكونو په لاس دبحرين دروغتونونو دنيواك او دژوبلو كسانو او دډاكټرانو دنيولو په باره كښې دبشری حقوقو لپاره دډاكټرانو موسسې وروستی راپور يو بل سند او ثبوت دی چې دبحرين رژيم جنايتونه او دبشری حقوقو خلاف ورزۍ ثابتوی .
دبحرين دبشری حقوقو دمركز غړی ټينګار وكړ دبشری حقوقو لپاره دډاكټرانو موسسې راپور دمظاهره چيانو پرضد دسعودی عربستان او دبحرين دپوځيانو دجنايتونو له نورو سندونو سره يوځاې كیږی چې دهیګ په نړيوالې محكمې كښې به وړاندې شی .
دبشری حقوقو لپاره دډاكټرانو موسسې څو ورځې مخكې په يوه راپور كښې دبحرين او سعودی عربستان دپوځيانو په لاس دبحرين دروغتونونو پوځی نيواك او دژوبلو كسانو په معالجې كښې خنډونه رامينځته كول غندلی وو.
دفرورۍ دمياشتې په ۱۴ نیټه په بحرين كښې دولسی اعتراضونوله پيليدا راهسې دبحرين پوځيانو دسعودی عربستان دپوځيانو په ملاتړ سره دخلكو په وژلو، دجوماتونو او سپیڅلی ځايونو په ړنګولو او قران مجيد په سوزولو سربيره ددغه هيواد دډاكټرانو ، نرسانو ، علماو او محصيلينو په شمول ګڼ شمير بې ګناه خلك نيولی او ډير كسان یې له خپلو كارونو هم ايستلی دی.

په عربی هيوادونو كښې پاڅونونه دايران له اسلامی انقلاب څخه اغيزمن دی .
د ايران په اسلامی شورا كښې دقم استازی وويل دسيمې دخلكو غورځنګونه دايران دخلكو داسلامی ویښتيا دنړيواليدا ښودنه كوی .
ايرنا خبری اژانس وايی دايران داسلامی شورا استازی محمد رضا اشتيانی دايران له اسلامی انقلابه په اسلامی نړۍ كښې داسلامی بيدارۍ په اغيز منلو ټينګار سره وويل اسلامی بيدارۍ چې دايران داسلامی انقلاب دبرياليتوب سبب شوه نن دسيمې اسلامی هيوادونو ته رسيدلی ده او كه چيرې په ښه ډول یې مديريت وشی نو ددغو هيوادونوخلك به یې دازادۍ او داستكبار له سلطې دژغورنې خوند وڅكی .
دايران داسلامی شورا استازی وويل نن دسيمې غورځنګونه داسلامی انقلاب دزیږنځای په توګه له ايران څخه دبيلګه اخستلو ته ضرورت لری چې برياليتوب ته ورسیږی .
دايران په پارلمان كښې دقم سيمې دخلكو استازی په دې خبرې سره چې امام خمينی ره په خپل علم او پوهې سره په سيمه كښې يو بدلون رامينځه كړ وويل دولايت فقيه په لاره كښې حركت هيواد خپلواكۍ او ژغورنې ته رسوی.

د بحرين د ولس په ضد د تاؤتريخوالو مخنيوی دې وشی
د ايران د اسلامی شوراخبری آژآنس راپوروركړ د ايران داسلامی شورا نن د نړۍ د پارليمانونود مشرانو په نامه په يوه ليك كې په بحرين كې د انسانی غميزواودتاؤتريخجنوچلندونوپه اندیښنې څرګندونې سره وويل په بحرين كې د جنايتونو ددوام د مختنيوی لپاره په نړيوالواورګانونوكې دپارليمانونو عملی اقدامات ضروری دی . هغه ددغه ليك په دوام كې د بحرين د چارواكو له خوا په سوله ايز بهيركې ددغه هيواددولس غوښتنوته دځواب او له بحرينه د نيواكګروعسكرودوتلوپه ضرورت ټينګار كړی دی . او ويلی ئې دی دبحرين دولس غوښتنو ته بې پامی اوتاؤتريخجنو چلندونو دوام په راتلونكی كې دناكراريو اوګډوډيولپآره دزمينې برابرول دی او يوازې ديموكراسی په سيمې كې تل پاتې امنيت ټينګولی شی .
د ډاكټرلاريجانی په ليك كې ټينګار شوی چې د مينځنی ختیځ سيمې اوشمالی افريقادملتونودحقوقودغږپورته كونكی غورځنګونه د اړونده ديكتاتورانو د ټغر د ټولو په موخې سره دی او دا سې بهيردی چې د سيمې د ملتونو لپآره د خوځنده اوتاندراتلونكی ځيری وركوی.

ملګری ملتونه يمن ته دبشری حقوقو پلاوی استوی .
دملګروملتونوړ دبشری حقوقو ددفتر ويندوېې ميرمن راوينا شام ډاسانی وويل ملګری ملتونه په راتلونكی دوشنبې ورځ يمن ته يو پلاوی استوی چې هلته دبشری حقوقو حالت وګوری .
داپه داسې حال كښې دی چې په يمن كښې اكثره خلك له قدرت څخه دديكتاتور ولسمشر علی عبدالله صالح دڅنګ ته كيدا غوښتنه كوی كوم چې درې ديرش كاله په ظلم او ديكتاتورۍ سره په خلكو حكومت كړی .
سعودی عربستان او امريكا او ځينې نور عرب او اروپايی هيوادونه نه غواړی چې ديمن ديكتاتور له قدرت څخه څنګ ته شی .
بل خبر داچې ديمن يو شمير وسله وال ځواكونه او افسران له انقلابيانو سره يوځاې شوی او له انقلابيانو یې خپل ملاتړ اعلان كړی .
دغه راز ديمن خلك نن هم په ټول هيواد كښې مظاهرو ته دوام وركوی .
دغه مظاهرې دانقلابی ارادې دجمعې په نوم په ټول هيواد كښې د جمعې له لمانځه وروسته ترسره كیږی .
836975
captcha