IQNA

د قذافی مرستيال د تيونس په هوایې ډګر كې ونيول شو

17:01 - September 08, 2011
د خبر لمبر: 2183630
نړيواله ډله: د تيونس حكومت اعلان وكړچې د قذافی يو مرستيال ښاغلی «الخويلدی الحميدی» یې سره د كورنۍ د تيونس په هوایې ډګر كې نيولی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له مصری ورځپاڼې اليوم السابع یې نقلوی چې د تيونس حكومت اعلان وكړچې د تيونس دهوایې ډګر دامنيتی ځواك د كرنل قذإفی مرستيال الحميدی سره دخپلې كورنۍ ونيول.
دا په داسې حإل كې ده چې د پريس ټی وی د يوې نظرغوښتنې د نتيجو په اساس د ليبيا زياتره ځواب وركونكوخلكو وويل په ليبيا كې به د ناټو ځواك د شتون د دوام په بڼه كې نښتې او د وينو بهيداهماغه راز دوام ولری.
ددغې نظرغوښتنې په اساس چې پرون خپره شوې دليبياله اته زره دوه سوه دوويشت كسانوڅخه ۵۱ فی صده كسان باوری دی چې كه په ليبيا كې دناټو ځواك شتون دوام ومومی ،نو په دغه هيواد كې به نښتې اخ وډب او وينو بهيداډيره زياته شی .ددغې سرشميرنې په اساس ۳۶ فی صده ځواب وركونكی باوری دی په ليبيا كې به د ناټو ځواك د شتون په دوام سره داخلی نښتې زياتې شی .اويوازې ديارلس فی صده خلكودليبيادتښتيدلی ديكتاتورله نسكوريداوروسته د قدرت په آرام سره متتقلولوته مثبته رايه وركړه .
دليبياانقلابيانوچې پراخ بری ئې تر لاسه كړی دی له درستوليبياوالو غوښتنی دی چې حالات كنترول اودانقلاب دبرياؤ ساتنه وكړی .دليبيا د انتقالی شورا پوځی قوماندان هشام ابوحجر ويلی دی چې د قذافی تالی څټواوناټوځواك تراوسه پورې ددغه هيوادلږ تر لږه پنځوس زره كسان وژلی دی .
856977
captcha