د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، احمدی نژاد وويل دغه پیښه د افغانستان او عراق په شمول په اسلامی هيوادونو د يرغلونو لپاره د پلمې د ترلاسه كولو په خاطر يوه پيچلی او پلان شوی لوبه وه چې پكښې له يو ميليون زيات مسلمانان ووژل او ژوبل كړای شول.
د اسلامی ايران ولسمشر د خپلی وينا په دوام كې د اسلامی نړۍ د پوهانو دنده او ماموريت د بشری ټولنو د اوسنې مديريت د ځای ناستې نظام معرفی كول وبلل او زياته یې كړه د ننۍ بشرې ټولنې د مديريت اساس ، غير الهی، ناصالح، ناوړه او له ظلمه ډك دی چې بايد بدلون ومومی.
ښاغلی احمدی نژاد ټينګار وكړ د ټولو اصلی دنده د نوی نړيوالې واكمنۍ معرفی كول او امام الزمان (عج) او بشپړ انسانيت ته د انسانانو بلنه ده او همدا موضوع د اسلامی امت د وحدت او يووالې چورليز بلل كیږی .
د اهل بيت (ع) د نړيوالې ټولنې پنځمه عمومی غونډه نن په تهران كې د اسلامی هيوادونو د سرمشريزې په سالون كې د نړۍ د ۱۲۰ هيوادونو تر يو زرو د زياتو كورنيو او بهرنيوپوهانو ، عالمانو او روڼ اندو په شتون سره پيل شوی ده.
858462