IQNA

د محرم د مياشتې وروستی څو ورځو ته لنډه كتنه (دوهمه برخه)

18:10 - December 05, 2011
د خبر لمبر: 2234390
د تفكر ډله: امام صادق عليه السلام دا ورځ يوه غمجنه ورځ بللی ده د محرم الحرام مياشتې د لسمې نیټې د سهار له لمانځه وروسته سيد الشهداء امام حسين خپلو يارانو او ملګرو ته وينا وكړه او هغوی یې صبر او زغم ته وبلل او وې فرمايل چې ای د لويو كسانو زامنو مرګ يوازې يو پل دی چې تاسو له بدبختۍ او ستونزو بل اړخ ته اړوی چيرته چې جنت او د خدای لوی نعمتونه دی چې هیڅكله پای نه لری.
هو، نن د عاشورا ورځ ده هغه ورځ چې وينه په تورې بريالۍ شوه هغه ورځ چې د عرش مخلوقات هم د كربلا په دښته كې د خدای د حقيقی مين د مينې د امتحان په تماشه وو. دا يوه لويه سودا وه چې سيد الشهداء پكې له خپلو زامنو وروڼو دوستانو خپلوانو او دكورنۍ له ټولو غړيو تير شو.دا د امام د شخصی ګټو يا قدرت جنګ نه و بلكه د خدای د رضا يوه سودا وه ځكه چې د هغه خاص بنده دا نه شی زغملی چې دخدای بندګان د انسان بندګان جوړ شی.ولې دا سې كا رونه وكړی چې خدای ورباندې ناراضه شی او دهغه دنياوی باداران پرې خوشال شی. دخدای رښتونی مين حسين ابن علی چې ليدل یې چې بين اميه په تيره بيا د معاويه زوی يزيد د هغه د نيكه په دين ملنډې وهی دخدای حلال یې حرام او حرام یې حلال كړې دی په همدې خاطر یې دا فيصله وكړه چې داسې يو كار ترسره كړی چې په خپل مظلوميت او شهادت سره ظالمانو ته ماته وركړی او بله دا چې د امام د پاڅون درست بهير د امر بالمعروف او نهی عن المنكر په اساس و . د ژوند په وروستيو شيبو كې هم هغه حضرت دا استغاثه كړې وه او ځان یې بيا بيا د يزيد لښكريانو ته معرفی كړی و دا كار یې ځكه وكړ چې كه تر دې دمه داسې څوك وی چې ناخبره وی يا دغفلت په خوب ويده وی راویښ شی او له ګمراهۍ وژغوریږی. په دې لاره كې یې حتی د لويو ګناهكارانو او مجرمانو د ژغوريده هڅه هم وكړه چې كيدی شی له ګمراهۍ بچ شی او دهغه د نيكه د دين د امتی په ډول له دنيا لاړ شی.
نن د عاشورا په ورځ امام حسين عليه السلام په دوه اويا كسانو مشتمل خپل وړوكی لښكر سنبال او برابر كړ او بيا په خپل اس ذوالجناح سپور شو . امام حسين لږ شان له خيمو ليرې شو او په لوړ غږ سره یې د عمر ابن سعد يزيدی لښكرته وويل : ای خلكو زما خبره واورئ ، په جنګ او وينه بهيولو كې بیړه مه كوئ تر دې چې زه خپله دنده چې تاسو ته نصحيت كول او امر بالمعروف او نهی عن المنكر دی تر سره كړم او دې سيمو ته د خپل سفر اصلی مقصد او موخه تاسو ته بيان كړم كه زما دليل تاسو ته د منلو وړ وه او له ما سره مو له انصافه كار واخسته نو د نيكمرغۍ لاره به مو غوره كړې وی او له ما سره د جنګ كولو دليل نه لرئ. او كه زما دليل مو ونه مانه او له ماسره مو انصاف ونه كړ نو ټول سره لاسونه وركړئ او هره باطله پريكړه مو چې كړې وی عملی كړئ او ماته مهلت مه راكوئ خو په هر حال اصل حقيقت بايد تاسو ته څرګند شی. خدای زما ملګری دی .
حضرت ابا عبدا... الحسين له دې سره سره چې كتل یې دښمن په ټول توان سره جنګ ته تيار دی بيا هم تر څو چې ممكنه وه هڅه یې كوله چې د يزيد لښكر هدايت كړی او دا له خلكو سره د يو دينی مشر او لارښود د مينې ژورتيا ښيی .
امام حسين دغه راز د خپلې وينا په يوې بلې برخې كې د خپلې كورنۍ او خپلو پلار نيكونو او او د خپل معنوی شخصيت او ځانګړتياوو په هكله چې پيغمبر هم تاييد كړې دی خبرې كوی. او د بنی اميه وو دروغو تبليغاتو ته چې له امام حسين سره جنګ یې د وخت د خليفه يعنې يزيد ابن معاويه ملاتړ ګاڼه او د امام حسين پاڅون یې د مسلمانانو د ګټو په خلاف او د مسلمانانو دخليفه په ضد پاڅون باله ځواب وايی او فرمايی: ای خلكو ووايئ چې زه څوك يم او بيا په خپل حال كې راشئ او په خپل ګريوان كې وګورئ چې ايا زما وژل او زما د حدودو ماتول ستاسو لپاره جايز دی ؟ ايا زه ستاسو د پيغمبر زوی نه يم؟ ايا زه ستاسو د پيغمبر د وصی او د تره د زوی زوی نه يم چې تر ټولو مخكې یې په خدای ايمان راوړ؟ او له هر چا مخكې یې د هغه د رسالت تصديق وكړ؟ ايا تاسو زما او زما د ورور حسن په باره كې د پيغمبر خبرې نه دی اوريدلې چې فرمايل یې دا دوه د جنت د ځوانانو سرداران دی؟ ك ه چيرې ما په خپلو خبرو كې صادق او رښتينی وينئ دا هغه حقايق دی چې ټول صادق دی او ما د خپل ژوند له پيله هیڅكله دروغ نه دی ويلې ځكه چې خدای تعالی په دروغجنو باندې غضب نازلوی او د دروغو ضرر په خپله دروغجن ته رسیږی.
شمر ابن ذی الجوشن چې په كوفې كې د يزيدی لښكرو يو كوماندان و او هغه كس و چې د امام حسين سر یې له شهادته وروسته له تنې بيل كړ كله چې وليدل چې د امام خبرې د يزيد په لښكريانو اغيزه كوی نو د اما م حسين خبرې یې پرې كړې وې ويل چې مونږ ستاو په خبرو نه پوهیږو او امام حسين یې په ډيرو بدو ټكو ياد كړ . په دې وخت كې د امام حسين تر ټولو سپين ږيری ملګری حبيب ابن مظاهر ځواب وركړ چې ته سخت په ګمراهۍ كې یې او ته رښتيا وایې چې د امام په خبرو نه پوهیږې په دې چې خدای په تا باندې ټاپه وهلې ده ، بيا امام حسين خپلې خبرې جاری وساتلې : كه چيرې زما او زما د ورور په باره كې د پيغمبر په خبرو شك لرئ نو ايا په دې واقعيت كې هم شك لرئ چې زه ستاسو د پيغمبر د لور زوی يم.
په تاسو باندې دې افسوس وی ايا ما له تاسو څوك وژلی دی چې تاسو یې له ما غچ اخلئ ؟ ايا د چا مال مې خوړلی دی يا مې چاته مرګ ژوبله اړولې ده چې ما دسزا وړ ګڼئ. د امام خبرې چې دلته ورسيدلې نو د يزيد په لښكرو كې چوپه چوپتيا خپره شوه هغوی هیڅ غبرګون او ځواب نه درلود.بيا امام حسين د كوفې په څو مشرانو باندې چې امام ته یې كوفې ته د ورتګ بلن ليكونه ليكلې وو او په يزيدی لښكر كې موجود وو غږ وكړ چې ای شبت بن ربيعی ، ای حجار بن ابحر، ای قيس بن اشعث او يا يزيد بن حارثه! ايا تاسو ماته ليكونه نه وو ليكلې چې ميوې مو پخې شوې دی ، ونې مو شنې او تاندې شوې دی او ستا په انتظاركې شيبې شمارو، دغه كسانو چې ځواب یې نه درلود له هر څه انكاری شول او وې ويل چې مونږ تا ته ليكونه نه دی ليكلې.
ابا عبدا... الحسين د عاشورا په ورځ د هدايت او د غاړې د خلاصولو لپاره څو څو ځله د جنګ له پيليدو مخكې د يزيد لښكر ته د نصيحت او هدايت هڅه وكړه . د وروستی ځل لپاره بيا له خپلو ملګرو بيل شو او د دښمن په لور لاړ او په ډيره فصيحه ژبه یې د دښمن لښكر ته وينا پيل كړه . په دې نيت چې ښايی كوم كس پكې د ژغوريدو او هدايت وړ وی .خو د يزيدی لښكر مشرانو چې وليدل چې د امام حسين خبرې د هغوی په صفونو كې سستی او دوه زړې توب راولی نو شور او زوږ یې پيل كړ او نه یې غوښتل چې د امام حسين خبرې څوك واوری .
امام حسين په دغه وخت وفرمايل : افسوس دې وی په تاسو چې زما خبرې نه اورئ چې ستاسو د نيكمرغۍ او سعادت سبب كیږی او هر څوك چې زما خبره وا نه اوری او ورسره مخالفت وكړی په خدای قسم چې ډير په ذليل مرګ به ومری او دهغوی لپاره هلاكت دی . خو د يزيدی لښكر غوږونه دې ته تيار نه وو چې حق خبره واوری .
امام حسين له وينا وروسته ديزيدی لښكر لوی كوماندان عمر ابن سعد وباله او سره له دې چې له هغه سره كتنه یې نه خوښيده د وروستی ځل لپاره یې په هغه غاړې خلاصې كړلې او له امام سره د جنګ نتيجې یې هغه ته بيان كړې. خو دغو خبرو په ابن سعد هیڅ اثر ونه كړ.
له دغو خبرو وروسته د عمر ابن سعد له خوا د امام حسين د سپايانو په لور د لومړی غشی په ويشتلو سره په كربلا كې د خير او شر جنګ رسما پيل شواو د جنګ په هماغه لومړيو شيبو كې د امام حسين څو ملګری شهيدان شول.
په دغه وخت كې دښمن په امام حسين د نفسياتی ګوذار لپاره د خيمو په لور مخه كړه دلته وه چې امام حسين دعاشورا نړيوال منشور انځور كړ او وې فرمايل : ای د ابو سفيان منونكو كه دين نه لرئ او د قيامت له ورځې نه ويریږئ لږ ته لږه په خپل ژوند كې غيرت خو ولرئ . ستاسو هغه عربی غيرت چيرته لاړ.
910868
captcha