IQNA

د سعودی عرب په العواميه كې د حكومت ضد مظاهرې روانی دی

17:26 - December 24, 2011
د خبر لمبر: 2244261
نړيواله ډله: د سعودی عرب په العواميه ښار كې د څلورو ځوانانو شهادت په خلاف له تيرې يوې مياشتې راهسی مظاهرې روانی دی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلا ع رسولو مركز العالم یې نقلوی چې دا څلور ځوانان تيره مياشتې په پرامن مظاهرو كې د سعودی امنيتی ځواكونو لخوا په ډزو شهيد كړی شوی وو.
دا په داسې حال كې چې د عربستان له امنيتی ځواكونو د خوندی پاتې كيدا لپاره، په جوماتونو كې په شتون سره د خلكو په اعتراضونو پسې، دغو ځواكونو ځينې جوماتونه په رياض او ځينو نورو ځايونو كې كلابند كړل.
راپورونه وايی، چورلكې هم د جوماتونو د پاسه الوت كوی.
د عربستان سياسی فعالان د آل سعود له بندونو د زرګونو سياسی بنديانو د خوشې كيدا د غوښتنې لپاره، په جوماتونو كې پرلتۍ وهی.
د عربستان سياسی فعالينو وويل، دغه پرلتۍ تر هغه وخته دوام كوی چې د كورنيو چارو وزارت، د هغوی غوښتنې ته ځواب وركړی او سياسی بنديان خوشې كړی.
د اګست د مياشتې د راپورونو په اساس، څه د پاسه ۳۰ زره سياسی بنديان په عربستان كې شته دی.
920786
captcha