IQNA

د خلكو د پراخو اعتراضونو په دليل سلمان رشدی هندوستان ته ورداخل نشو

20:11 - January 21, 2012
د خبر لمبر: 2260474
نړيواله /ډله: له نوی ډيلی د ايكنا اژانس له راپور سره سم ، هغه ادبی فيسټوال چې مقرره وه ، په هندوستان كې د شيطانی ايتونو د كتاب د ليكوال مرتد سلمان رشدی په شتون سره پرانستل شی، د دغه هيواد د بيلابيلو دينی ګوندونو او خلكو له پراخ اعتراض سره مخامخ شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «tv5» یې نقلوی چې ټاكل شوی وه ، د شيطانی ايتو نو د كتاب ليكوال سلمان رشدی د دغه كتاب په اړه د بحث لپاره جيپور ښا ر ته ورشی چې د خلكو او محصلينو د پراخو اعتراضو نو په دليل یې ونه كولې شول ، هندوستان ته ورشی .
سلمان رشدی له ټايمز اف اينډيا خبری اژانس سره په مركه كې وويل د هندوستان د مذهبی ګوندونو او محصلينو له لوری هندوستان ته د هغه له ورتګ سره مخالفت او اعتراض په اسيا كې د هغه د ليكوالۍ د ژوند د پایې په معنا دې .
د هندوستان مذهبی ګو ندونو او محصلينو مشرك سلمان رشدی يو غير عادی كس وبا له او په دوام كې یې زياته كړه چې د شيطا نی ايتو نو كتاب په هندوستان كې هیڅ ځاې نلر ی او د هندوستان درست خلك په دغه هيواد كې د هغه د نيشتوالی غو ښتو نكی دی .
938304
captcha