IQNA

په سعودی عربستان كښې د شيعه مسلمانانو د حقوقو نقضول او هغو ته بې پامی څرګنده ده

0:04 - January 27, 2012
د خبر لمبر: 2262699
بين المللی ډله: په سعودی عربستان كښې د مصر پخوانی سفير د دغه هيواد د شيعه مسلمانانو غوښتنې او مطالبات تائيد كړل او وئې وئيل: هغه اقتصادی حل لاره چې د آل سعود حكومت د اعتراضونو د مسئلې د هواری لپاره غوره كړې ده د تل لپاره ګټه وره نه ده.
د (نون) خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ( فتحی الشاذلی ) دې ټكی ته اشاره وكړه او زياته ئې كړه: د آل سعود رژيم د عربستان شيعه ميشتې سيمې د غفلت او بې پامۍ وړ ګرځولې دی.
دوی زياته كړه: په عربستان كښې په شيعه ميشتو سيمو كښې عمرانی فعاليتونه او ښیګړه د نورو سيمو په نسبت په ټیټې سطحه كښې دی.
دوی څرګنده كړه: «المنطقه الشرقية» چې د سعودی عربستان شيعه ميشته سيمه ده د دغه هيواد له تيل لرونكو سيمو څخه شميرل كیږی او همدا وجه ده چې د عربستان حكومت په دغه سيمه كښې د نويو اعتراضونو او مطالباتو له راڅرګنديدو څخه ويره لری. 940531

captcha