IQNA

په ساحل عاج كې د پيغمبر اكرم ﷺ د نيكمرغه زوكړې جشن تر سره كیږی

18:47 - January 30, 2012
د خبر لمبر: 2265143
نړيواله ډله: د مسلمانانو ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی ﷺ د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د راتلونكی ميلادی مياشتی فرورۍ په څلورمه نیټه په ساحل عاج كې جشن لمانځل كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له fratmat ويب پاڼې یې نقلوی چې دا جشن د ساحل عاج د جوماتونو امامانو ستر كونسل لخوا تر سره كیږی او تمه ده چې پكښې به په زرګونو كسان شركت كوی.
دا جشن به د ساحل عاج د معروف او مشهور قرانی قاريانو په تلاوت سره كیږی ځينې كسان به شعرونه او ځينې نور عالمان به د پيغمبر اكرم د ژوند په اړه ويناوې كوی.
د ساحل عاج د جوماتونو د امامانو ستر كونسل په يوې بيانې كې ويلی دی چې د ميلادی النبی د جشن هدف او مقصد د پيغمبر اكرم د ژوند روښانه كول او مسلمانانو يو ځاې ته راټول هم دی.
942608
captcha