د «pageshalal»خبری سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژنس (ايكنا) رپورټ له مخې: د سيمې په ځينو هيوادونو كښې د اسلامی بيدارۍ له پيليدو او په پارليمانی انتخاباتو كښې د اسلام پالو د كاميابۍ نه پس، د مراكش پاچا د خپل هيواد په اساسی قانون كښې يولړ بدلولونه راوستل چې بالآخره په دغه هيواد كښې د انتخاباتو د ترسره كيدو او پكښې د اسلامی ګوندونو د برياليتوب سبب شو.
په حاضر حال كښې د دغه هيواد اسلام پاله خلك په سياسی او اقتصادی برخو كښې د يولړ كړكيچونو سره مخ دی چې د دغو مسائلو حلول د خلكو ترمينځ د هغوی د محبوبيت د زياتيدو سره زياته مرسته كوې شی او په حكومت كښې به اسلام پال له مخكښې نه په زياته اندازه برخه وال كړی. 943464