د «Islam Today» سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه غونډه كښې به چې د ( نړۍ ژغورنه ) په عنوان سره جوړیږی، د دينی تنظيمونو استازی د مختلفو دينی ډلو ترمينځ د اختلافاتو څیړنه وكړی او هڅه به وكړی چې د بيلابيلو دينونو د پيراوانو او منونكو ترمينځ د روابطو د ښه والی لپاره يوشمير لارې چارې وړاندې كړی.
دغه برنامه د لندن د ( دينونو نړيواله كنګره ) په همت او ( د دينونو د آزادۍ د نړيوال فاونډيشن ) په همكارۍ او ( د سولې لپاره د اديانو سازمانونه) او ( متحد دينونه ) نومو سازمانونو په حمايت سره ترسره شی. 944136