IQNA

په افغانستان كښې مقدسو زيارتونو ته د زيارتی كاروانونو د ظرفيت پراختيا

12:53 - April 11, 2012
د خبر لمبر: 2302280
سياسی او اجتماعی ډله: د زيارتی او سياحتی كاروانونو لپاره د اجازتنامو د صادرېدو په ډېر زياتوالی سره په افغانستان كښې له شپږو سوو نه زياتو كاروانونو مقدسو زيارتونو ته د زائرانو د لېږلو او فعاليت مجوزونه حاصل كړل.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د مركزی اېشياء د څانګې د رپوټ له مخې د افغانستان د اطلاعاتو او كلتور د وزارت د افغان ټورېسټ د ادارې مشر سيد زمان بهاء د دې خبرې په اعلانولو سره وويل: د دغو زيارتی او سياحتی كاروانونو لپاره د اجازتنامو په صادرېدو سره د سعودی عربستان، ايران، عراق او شام وغېره په شان هېودونو كښې مقدسو مقاماتو ته د زيارتی سفر لپاره د افغانانو د پخوانۍ ارزو له پوره كېدو نه علاوه له اتو زرو نه زياتو افغانانو ته د كار او روزګار زمينه هم برابره شوې ده.
هغۀ څرګنده كړه: دغه سفرونه و له مختلفو هېوادونو څخه كتنې د كلتورونو د انتقالولو لپاره يوه لاره ده او په نورو هېوادونو كښې د بهرنيو ملكونو د خلكو موجودګی د ملتونو د نزدېكت سبب كیږی او له يو بل سره د هغوی د مخامخېدنې نه علاوه به نورو هېوادونو ته د افغان فرهنګ د تبادلې سبب هم وګرځی
د مذهبی سياحت يو افغان فعال مسئول محمد صادق شېرزاد هم وويل: د دغو شركتونو له رامنځته كولو څخه هدف د پېغمبراكرم (ص) د پاكو اهلبېتو عليهم السلام د مينه والو خدمت دے.
982639
captcha