IQNA

د كويت په بهرنيو سفارتخانو كښې د شرابود خرڅولو جنجال

21:11 - April 15, 2012
د خبر لمبر: 2305387
نړيواله ډله: په كويت كښې په بهرنيو سفارتخانو كښې د شرابو خرڅول د يو تازه جنجال په توګه د دغه هېواد د پارلېمان په غونډه كښې مطرح شوه او څېړنه یې وشوه.
د مېډل ايسټ آنلائن اطلاع رسونې د مركز په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې د كويت پارلېمان يو ځل بيا د مالی فساد هغه دوسيه چې د تېر حكومت د نسكورېدو له دلائلو څخه يو دليل ؤ په خپل كار كښې وګرځوله.
د دغه هېواد د پارلېمان استازی مسلم البراك د كويت په اوسنی خارجه وزير صباح خالد الصباح پخلے وكړ چې دوه هفتې فرصت لری چې د بهرنی مالی فساد د دوسیې په حقله دې وضاحت وكړی، ګنې د دې په غېر صورت كښې به دغه موضوع د پارلېمان ټريبيون ته د څېړنې لپاره وړاندې كړی.
البراك بيا د كويت د پارلېمان له اسلام پالو استازيو څخه محمد هايف ته وويل: د بهرنيو چارو وزارت د ځينو فقيرو هېوادونو سفارتخانو ته اجازه وركړې ده چې له ځان سره دې كويت ته شراب راوړی او د خپلو لګښتو د پوره كولو لپاره دې هغه په دغه هېواد كښې خرڅ كړی.
د كويت حكومت د مالی فساد او په بهرنيو سفارتخانو كښې د شرابو د خرڅولو د دوسييو په باره كښې د ځواب ويلو لپاره له پارلېمان څخه د دوو هفتو د فرصت غوښتنه وكړه.
984925
captcha