IQNA

د منځينې ايشيا له ټولو لوی جومات د افتتاح وخت اعلان شو

21:03 - April 16, 2012
د خبر لمبر: 2306226
سياسی او ټولنيزه ډله: د مينځنی ايشيا په هيوادونو كې له ټولو غټ او لوی جومات به د ميلادی كال د جون په مياشتې كې په قزاقستان كې مكمل شی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له منیځنی ايشيا څانګې یې نقلوی چې د قزاقستان ولسمشر ښاغلی نورسلطان نظربايف، د حضرت سلطان جومات د كار په تيزولو په ټينګار سره وويل چې بايد دا جومات په اوړی كې لمونځ كوونكو لپاره پرانستې شی.
د قزاقستان د سركاری ادارو ددې جومات د افتتاح لپاره كوششونه په داسې حال كی دی چې له ډير كار په دې جومات كې پاتې دی چې درې مياشتې مخكښې هم د جوړيدو په وخت كې د اور په لګيدو سره ورته تاوان رسيدلې ؤ چې پكې يو كس مړ او پينځه نور ژوبل شوی وو.
986317
captcha