د افغانستان د مسلمانو محصلينو د قرآن د بين المللی مقابلو د درئمې دورې دوئم نمبر كس سيدحميدالله هاشمی د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې د دې مطلب په بيانولو سره ووئيل: د قرآن د حفظولو په څانګه كښې همنشينی او د قرآن كريم سره هميشنۍ مينه، د نړۍ د تكړه قاريانو قرائت اوريدل او د قرآن پاك د ژورو معنو د درك كولو او ورباندې د پوهيدو لپاره كوشش هغه لارې چارې دی چې د آيتونو د حفظ كولو نه علاوه د تل لپاره د هغو په ياد ساتلو كښې د انسان سره مرسته كوی.
دوی په دوام كښې زياته كړه: په كابل او په كلی توګه په ټول افغانستان كښې د قرآن د حفظ او قرائت د ښوونې د بهترۍ لپاره دې ټكی ته پام سره هيله من يم چې ايران چې زمونږ ګاونډې، همزبان او هم دين هيواد دے، نو د دغه هيواد تكړه حافظان او قاريان افغانستان ته راشی او داسې استاذان وروزی چې هغوی وكړې شی په ټول افغانستان كښې د قرآن د ښوونې مركزونه اوكلاسونه ولری، په افغانستان كښې د ايرن د قرآنی مركزونو او نمائندګيو د جوړيدو په لاره كښې د دواړو هيوادونو همكاری به د دغه هيواد د شيعه مسلمانانو د قرآنی فعاليتونو په پرمخ بيولو كښې يو مهم رول ولوبوی. 988420