IQNA

تركمنستان (( په اسلامی نړۍ كښې د ګډوالو وضعيت )) په نامه د بين المللی سيمينار كوربه

20:54 - April 22, 2012
د خبر لمبر: 2310198
بين الملللی ډله: (( په اسلامی نړۍ كښې د ګډوالو وضعيت )) نومې نړيوال كانفرنس د روانې غوئی د مياشتې په ٢١ نیټه د اسلامی همكارۍ د سازمان په همت په تركمنستان كښې ترسره كيدونكے دے.
د اماراتو د رسمی خبری آژانس (وام) په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس به د ملګرو ملتو په سازمان په پورې پيئلې د ګډوالو د عالی كمشنرۍ په همكارۍ سره د تركمنستان په پلازمينه (عشق آباد) ښار كښې ترسره شی او دوه ورځې به دوام ولری.
د اسلامی همكارۍ سازمان د دغه سيمينار د جوړولو هدف له هغو هيوادونو څخه چې د ګډوالو د بحران او كړكيچ سره مخامخ دی، د دغه سازمان د حمايتی كوششونو سره آشنائی او همداراز په دې لړ كښې د ملګرو ملتو د سازمان د ګډوالو او پناهندګانو د عالی كمشنرۍ د مسئوليتونو بيانول وبلل.
دغه سازمان ټينګار وكړ: په اسلامی هيوادونو كښې د ګډوالو په چارو پورې د اړوندو مشكلاتو څخه آګاهی او په نړۍ كښې د ګډوالو د كلی وضعيت سره د هغو پرتله كول او همداراز په نړۍ كښې د دغه زيانمنې ډلې د حمايت لپاره د نړيوالو سازمانونو هڅول د تركمنستان د كانفرنس له نورو اهدافو څخه دی. 989672

captcha