د ايران د قراني خبري اېجنسۍ (اېکنا) د اسلامي کلتور او ارتباطاتود تنظيم د څانګې د رپوټ له مخې دغه مراسم د ايرانيانو د جومات د جَمعې د امام حجت الاسلام والسلمين حسنېن کراروي له خوا د مصائبو په ذکرولو او وېنا کولو سره شروع شول.
د مراسمو په بله برخه کښې چې د ماښام او ماسخوتن په نمانځۀ سره شروع شوه، حجت الاسلام سيد حسنين مهدي حسيني او حجت الاسلام شير محمد جعفري وېناوې وکړې او مداحانو او ذاکرانو هغه مصائب بيان کړل چې په حضرت بي بي زهرا (س) باندې راغلي وو.
په دوام کښې د هغې بي بي محبانو او زړۀ سواندو د بي بي فاطمه زهرا (س) لپاره د وير، ماتم او سينو وهلو سره د ولايت او امامت له حريم څخه په دفاع کولو کښې د هغې قربانۍ بيان کړې.
د ويلو ده چې د وير او ماتم په دغه محفل کښې د بمبۍ ښار ميشته غېر ايراني مسلمانانو په ګڼ شمېر کښې ګډون وکړ.
994610