د STLtoday د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د امريكې د ميسوری ولايت د سينټ لوئيس ښار د جيل چارواكو په زوره د مسلمانانو ښځو د بې حجابه كولو په نسبت د مسلمانو مشرانو د نارضايتۍ د څرګندولو او اعتراض نه پس خپل د تحقيق او تفتيش سياستونه بدل كړل.
د دغه خبری سائیټ د رپورټ په اساس د دغه نوی سياست له مخې، د مسلمانو ښځو د سر پټونه به وړومبې په يوه غونډه كښې دجاجوله شی او بيا به هغوی ته اجازه وركړې شی چې د خپلې دوسیې يا كيس د تعقيبولو په موده كښې په سر باندې څادر ولری. 994309