IQNA

په ابراهيمی مسجد باندې د صهيونسټی غاصب رژيم بيرغ ولګيدۀ

22:59 - April 29, 2012
د خبر لمبر: 2314669
بين المللی ډله: يوه ډله صهيونيسټی ښارګوټی ميشتو د تيرې پنجشنبې په ورځ د لويدیځې غاړې په جنوب كښې د الخليل ښار د ابراهيمی جومات دپاسه د دغه رژيم بيرغ ولګوۀ
د «Palestine Info»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د الخليل د اوقافو مدير زيدالجعبری اعلان وكړ چې د ښارګوټی ميشتو يوې ډلې د صهيونسټی نيواكګرو ځواكونو په ملاتړ سره د دغه جومات بام ته د ختلو نه پس د هغه د پاسه د دغه رژيم بيرغ ولګوۀ.
جعبری ووئيل: دغه كار د ابراهيمی جومات د مقدس ساحت او د مسلمانانو په زړونو كښې د هغه د تاريخی او دينی موقعيت سپكاوې دے. نيواكګرو په ١٩٦٧ كال كښې د دغه ښار د نيولو له وخت نه تراوسه پورې دغه كار نه وو كړے.
دوی زياته كړه: د ابراهيمی مسجد د حرمت سپكاوې د ټولې نړۍ د مسلمانانو احساسات سخت راپاروی او صهيونيسټی رژيم ته پكار دی چې د مسلمانانو د مسجد څخه دې خپل بيرغ ژرترژره راكوز كړی. 994818

captcha