IQNA

فاطمی فرهنګ، د اسلامی بيدارۍ د خپرولو او رواجولو لپاره يومناسب مثال دے

22:58 - April 29, 2012
د خبر لمبر: 2314671
سياسی او اجتماعی ډله: دينی رسنيو ته پكار دی چې له فاطمی فرهنګ او كلتور څخه د مثال او بيلګې په اخيستو سره د مسئوليت مننې، شهادت غوښتنې، ايثار، صبر او استقامت حس رامينځته كړی او د اسلامی بيدارۍ په خپرولو لاس پورې كړی.
په سوريه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری او فرهنګی سلاكار حجت الاسلام والمسلمين علی خياط د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د حق د ژوندی كولو په كار كښې د حضرت فاطمه (س) دريدنې او جوړجاړی نه منلو ته په اشارې سره ووئيل: دغه تګلاره د دوی په دينی محكم او كلك باور كښې جرړه لری ځكه چې د قيام او اعتقاد په اساس پاڅون د مصيبتونو په وړاندې د هغې بزرګوارې بی بی زغم او برداشت ډير لوړ حد ته رسولے وو او د حضرت فاطمه زهرا (س) تاريخی فداكاری او سرشيندنه د ابد لپاره د هدايت د لارې د روښانه ساتلو سبب شوه او نن سبا هم د نړۍ هوښيار او بيدار مسلمانان پكار دی د خپلو دينی او اعتقادی باورونو په پياوړی كولو او د فاطمی (س) فرهنګ له سرچينې څخه په خړوبيدو سره د ظلم او زور زياتی په وړاندې د نه تسليميدو مشق وكړی.
دوی زياته كړه: حضرت صديقه كبری(س) سربيره پردې چې خپله به ئې د عمل په ميدان كښې نورو ته د ظلم سره د مقابلې او د خپل حق د دفاع كولو درس وركوۀ، په خپله غیږه كښې ئې د آزادۍ او اتلولۍ د ستر معلم او ښودونكی حضرت امام حسين (ع) په روزلو او د اسلام د ژوندی ساتلولپاره ئې د مجاهدت او ايثار په لاره كښې د هغه په پرورش سره د حق حفاظت، له باطل نه ډډه كول او په اسلامی او الهی ارزښتونو باندې عمل كول ټولو ته وښودل.
دوی په پائې كښې ووئيل: دينی رسنيو ته پكار دی چې له فاطمی فرهنګ او كلتور څخه د مثال او بيلګې په اخيستو سره د مسئوليت مننې، شهادت غوښتنې، ايثار، صبر او استقامت حس رامينځته كړی او د اسلامی بيدارۍ د كلتور اوفرهنګ په خپرولو لاس پورې كړی. 995059
captcha