IQNA

د سلطه ګرو قدرتونو شتون د سيمه ايزې ناامنۍ د احساس عامل دے

22:58 - April 29, 2012
د خبر لمبر: 2314672
سياسی ډله: سردار سيدمسعود جزايری ووئيل: د سلطه ګرو او له سيمې نه د بهرو قدرتونو شتون د فارس خليچ د امنيت د ساتنې سره كومه مرسته نه ده كړې او د سيمه ايزې ناامنۍ احساس ته ئې لمن وهلې ده.
د سپاه نيوز له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د وسله والو ځواكونو د لوئې درستيز د دفاعی فرهنګ د چارو مرستيال سردار بريد جنرال پاسدار سيدمسعودجزايری د فارس خليج د ملی ورځې د نمانځلو په مراسمو كښې د هيواد د ملی ګټو، ځمكنۍ بشپړتيا او د وطن په حفاظت كښې د وسله والو ځواكونو هراړخيز چمتووالی ته په اشارې سره ووئيل: د ايران د اسلامی جمهوريت دفاعی توان او اقتدار نن د فارس خليج په سيمه كښې د سيمه ايزو مناسباتو په حفاظت او د پايدار امنيت او همداراز د سولې د ضمانت لپاره ډير ډاډمن ظرفيتونه لری.
دوی زياته كړه: د فارس خليج په هكله لانجه جوړونه او شك اچونه يو فضول او بې كاره هڅه وه او د سيمې دولتونه او عرب شيخان پكار دی پوه شی چې دا يو دام دے چې د اسلام دښمنانو دوی ته خور كړے دے. 995888

captcha