د بهرنيو چارو د وزارت د خبرونو او مطبوعانو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی رامين مهمانپرست د سيمې په هيوادونو كښې د ايران د دخالت په اړه د سعودی عربستان د بهرنيو چارو د وزير سعود الفيصل د څرګندونو د ردولو په ترڅ كښې څرګنده كړه: دا موضوع په داسې حال كښې څرګندیږی چې د دغه هيواد پوځی ځواكونه د ټولو قوانينو او بين المللی كنونشنونو په ترپښو لاندې كولو سره د خپل ګاونډی هيواد په كورنيو چارو كښې لاس وهنه كړې او بې دفاع ملكی خلك ځپی.
دوی د ايران د اسلامی جمهوريت سره د درې ګونو جزيرو د ابدی او تل پاتی تعلق په هكله د دغو ايرانی جزيرو په باب داشان څرګندونې مردودې او غيرقابل قبولې وبللې.
وی با تأكيد بر مواضع كشورمان در خصوص جزاير سهگانه ايرانی مبنی بر تعلق ابدی اين جزاير به خاك جمهوری اسلامی ايران، اينگونه اظهارات را مردود و غير قابل قبول دانست.
مهمانپرست په ایټمی مذاكراتو كښې د ايران د وخت ضايع كولو په اړه د عربستان د بهرنيو چارو د وزير څرګندونې حيرانونكې وبللې او زياته ئې كړه: د ايران د اسلامی جمهوريت ایټمی سياست او په هغه پورې اړوند مذاكرات كاملا شفاف، جدی او د ايران د ایټمی حقوقو د دفاع په اساس تعقيبیږی. 1039326