د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه ښار يو شمېر اوسېدونكی چې په دغه سيمه كښې د وهابيانو د فعاليت تر تاثير لاندې راغلی دی وړمه ورځ د وږی د مياشتې په څلورمه نېټه د دغې سيمې په يو شمېر شيعه دينی عالمانو او عامه شيعه وګړو باندې حمله وكړه.
په دغه حمله كښې د سامپانګ ښار دوه شيعه دينی عالمان ووژل شو او يو شمېر نور دينی عالمان او عامه شيعه وګړی هم زخميان شول او د وهابيانو په لاسو د شيعه مسلمانانو زيات كورونه وسوزولې شول.
د ويلو ده چې د سامپانګ ښار وهابيانو تېر كال هم په دغه ښار كښې د شيعه مسلمانانو جومات او يو شمېر كورونه سوزولی وو.
1085607