IQNA

د مسجد الاقصی په جنوب كښې د قدس دغاصب رژيم نوې كندنې شروع شوې

22:18 - August 28, 2012
د خبر لمبر: 2400927
نړيواله ډله: د صهيونېسټ رژيم د لرغونو اثارو نومې تنظيم د ايتوار له ورځې د وږی د مياشتې له پينځمې نېټې څخه د مسجدالاقصی په جنوب كښې نوې كندنې شروع كړی دی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د CPI د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، ځينو فلسطينی خبريالانو د اموی ماڼيو په سيمه كښې د صهيونېسټ رژيم د لرغونو اثارو د تنظيم د اهلكارو لخوا د د كنلو د نويو عملياتو د شروع كېدو تصويرونه اخېستی دی.
د دغه رپوټ له مخې صهيونېسټ رژيم د تېر كال په جون كښې د اموی ماڼيو له سيمې د كذائی معبد د طهارت د ځايونو په توګه استفاده وكړه او ددغې سيمې د مختلفو برخوترمېنځ ښې پوړۍ جوړې كړې.
د فلسطينی رسنيو په قول مسجد الاقصی ته په تلونكې لاره كښې هم د كذائی معبد د جوړولو له عملياتو څخه د استفادې د اول او دويم فېز د شروع كولو په حقله يو شمېر سائن بورډونه لګيدلی دی او د مسجدالاقصی په خواو شا مختلفو سيمو كښې نوې مصالح هم راوړلې شوی دی.
1086851
captcha