IQNA

د ناپيئلتوب د غورځنګ د غړو هيوادونو د مشرانو غونډه د مسلمانانو د ولی امر په شتون سره پيل شوه

20:02 - August 30, 2012
د خبر لمبر: 2401872
سياسی ډله: د ناپيئلتوب د غورځنګ د غړو هيوادونو سرمشريزه غونډه نن سهار په تهران كښې د انقلاب د معظم رهبر په شتون سره پيل شوه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ناپيئلتوب د غورځنګ د غړو هيوادونو د مشرانو شپاړسمه غونډه نن سهار د وږی د مياشتې په نهمه نیټه د اسلامی انقلاب د معظم رهبر په شتون، د كلام الله مجيد د يوشمير آيتونو په تلاوت او د ايران د اسلامی جمهوريت د قومی ترانې په خپريدو سره پيل شوه.
د ناپيئلو د غورځنګ د غړو په توګه د ١٢٠هيوادونو مشران او لوړرتبه چارواكی د NAM د شپاړسمې غونډې د ترسره كولو لپاره تهران ته راغلی دی چې د دغې غونډې د سند په جاجونې او تصويبولو او د مختلفو سيمه ايزو او بين المللی مسائلو او موضوعاتو په نسبت د خپلو دریځونو په بيانولو سره له مختلفو سياسی، اجتماعی او اقتصادی مشكلاتو نه د خلاصيدو لپاره يوشمير عملی لارې چارې مطرحې او وړاندې كړی.
د دغه رپورټ له مخې: دغه غونډه د روانې وږی د مياشتې له پنځمې نیټې څخه د لوړرتبه كارپوهانو په كچه د ((نړيوال ګډ مديريت په سيوری كښې پايداره سوله)) په شعار سره پيل شوه چې د شپاړسمې غونډې سند ئې د سياسی او اقتصادی-اجتماعی په دوو كميشنونو كښې وڅیړۀ او د شپاړسمې غونډې د پريكړه ليك د مسودې د تصويبولو لپاره ئې د بهرنيو چارو وزيرانو ته وړاندې كړ.
په دغه غونډه كښې چې د روانې وږی د مياشتې په اومه او اتمه نیټه ترسره شوه، وړومبې د ناپيئلتوب د غورځنګ د پنځلسمې غونډې د رئيس په توګه د مصر د بهرنيو چارو د وزير قائم مقام د غونډې د نوې دورې مشری د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو وزير علی اكبرصالحی ته وسپارله او بيا د مسودې جاجونه شروع شوه.
د غونډې د دغې دورې له مهمو ټكو څخه د آذربايجان جمهوريت او فيجی د غړيتوب سره د ناپيئلو د غورځنګ موافقه وه، د دغه هيواد استازو د ناپيئلتوب د غورځنګ په غونډه كښې خپل وړومبنې ګډون تجربه كړ.
له نن سهار څخه هم د ناپيئلتوب د غورځنګ د مشرانو ناسته پيل شوه چې دوه ورځې به جاری وی، د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه ای د دغو مراسمو په افتتاحيه مراسمو كښې ويناوې وكړې او له دوی وروسته د مصر جمهوررئيس محمدمرسی په يولړ ويناؤ كښې په تيرو دريو كالو كښې د ناپيئلو د غورځنګ د فعاليتونو او اقداماتو يو رپورټ وړاندې كړ او بيا د ايران جمهوررئيس او همداشان د ناپيئلتوب د غورځنګ نوی مشر محموداحمدی نژاد وينا وكړه.
د ملګرو ملتو د سازمان عمومی منشی بان كی مون، د اسلامی همكارۍ د سازمان عمومی منشی او د عربو د اتحادئې ستر سكتر د ناپيئلتوب د غورځنګ د غړو هيوادونو د شپاړسمې سرمشريزې غونډې له ځانګړو ميلمنو څخه دی. 1087880

captcha