د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «Morocco Tomorrow» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په دغه نندارتون كښې به چې (( ښكلا او ايمان: د اسلامی ثقافت له هنرونو سره له پلونونه تېريدل)) تر عنوان لاندې جوړیږی ٢٥٠ اسلامی هنرونه د نندارې لپاره كېښودې شی.
له اومې پېړۍ نه تر اوسنۍ زمانې پورې اسلامی هنرونه چې د څلوېښتو ټولګو په شكل كښې د كويت ، مراكش، برطانیې او امريكې په شمول له نهو هېوادونو څخه راغونډ كړې شيو ی دی په دغه نندارتون كښې به نندارې ته وړاندې كولې شی.
دغه نندارتون په اوس حال كښې د امريكې د يوتا صوبې په بریګهم يانګ پوهنتون په ميوزيم كښې جاری دے او د سلواغې د مياشتې له ٢٦ نېټې څخه به د نيوآرك نومې ميوزيم كښې جوړیږی.
دغه نندارتون د اسلامی ثقافت او كلتور د معرفی كولو او د اسلامی ثقافت او نورو ثقافتونو ترمېنځ د تعلق د ټينګولو لپاره د فضاء جوړولو په غرض جوړیږی. دغه نندرتون به د راتلونكی هجری نمريز ١٣٩٢ كال د وږی تر مياشتې پورې د نندارچيانو لپاره كورباتوب ترسره كوی.
1086431