د ايرن د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له «atlasinfo» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د اسلام د سپكاوی كوونكی فلم جوړوونكی «نكولا باسلی نكولا» چې د "د مسلمانانو بې ګناهی" په نامه یې فلم جوړ كړی و پرون سهار د لس انجلس د ښار د فیډرل قاضی «سوزان سگال»، په حكم په خپل كور كښې ونيولې شو او زندان ته واچلوې شو.
د دې قاضی په حكم، نكولا باسلی نكولا په ضمانت سره هم له بنده نه شی خلاصيدی ځكه چې كيدې شی وتښتی او د ټولنې لپاره د خطرې سبب شی.
ويلی شوی دی چې د اسلام د سپكاوی كوونكی دې كس د نيولو سبب هغه جرم دی چې په 2010 ميلادی كښې په يوه اقتصادی مسله كښې یې كړی و(!) خو تراوسه پورې یې تفصيل خبر نه دی خپور شوی.
نكولا باسلی نكولا، په اصل كښې يو مصری عسايی دی چې په كالفورنيا كښې اوسیږی هغه دوه اوونۍ وړاندې د امريكې د پوليسو له خوا وپوښتل شو. او بيا ازاد كړی شوی و.
1108646