IQNA

مسلمان امت سره د اختلافاتو يوه پيژنګلو لری

22:46 - September 30, 2012
د خبر لمبر: 2423166
سياسی ډله: د اسلامی مذهبونو د تقريب د نړيوالې غونډې مشر وويل: د تاريخ په اوږدو كښې د قران مجيد د مسلمانانو په وحدت باندې ټينګار د دې خبرې ښوونه كوی چې اسلامی امت كه ه هم د وخت، ځای او رنګ اختلاف ولری خو بيا هم يوه پيژندګلو لری.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له د اسلامی مذهبونو د تقريب د نړيوالې غونې له عمومی اړيكو برخې یې نقلوی، د اسلامی مذهبونو د تقريب د نړيوالې غونډې مشر آيت‌الله محسن اراكی، د مذهبونو د تقريب په شپږم كانفرنس كښې، چې د «د ټولنيزې صحلې په راوستلو كښې د تقريب رول» تر عنوان لاندې په انګلينډ كښې ترسره شوی و، زياته كړه: د تاريخ په اوږدو كښې د قران مجيد د مسلمانانو په وحدت باندې ټينګار د دې خبرې ښوونه كوی چې اسلامی امت كه ه هم د وخت، ځای، كلتور نسل، عادتونو او رنګ اختلاف ولری خو بيا هم يوه پيژندګلو لری.
هغوی وويل: قران مجيد د انسانی امتونو په اختلاف باندې ټينګار كوی چې د هر امت د هغه رهبر سره كیږی او د هغوی ارزښت د هغه د رهبر او پيشوا له مخې وی؛ خو اسلامی امت مونږ په حقه دا ويلې شو چې ټول "محمدی امت" دی چې ټول هغه عقيده، تمدن او ارزښت لری چې كوم د حضرت محمد(ص) له مبارك وجوده مونږ ته راغلې ده.
بل وينا وال شيخ تاج الدين الهلالی و چې د اسټريليا د اهل سنتو له لويو عالمانو دی چې موضوع یې د اسلايم امت له بيدارۍ څه رنګ ګټه اخستل و.
ګډؤن كوونكيو د پيغمبر(ص) په سختۍ سره وغنده او خپلې خبرې یې په يوې 14ټكی لرونكی بيانیې كښې وليكلې.
1110300
captcha