د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د افريقې د څانګې د رپوټ له مخې، د دغه كېس جج دعوا وكړه چې په سكولونو كښې له اسلامی پردې او ستر څخه استفاده د دغه هېواد د آئين (اساسی قانون) څرګنده خلاف ورزی ده. او دا حكم په همدې دليل جاری شو.
د دغه هېواد د مسلمانانو د عالی شورا نائب سېكتر حسن الله ناډو پرون د تلې دمياشتې په لسمه نېټه وويل: د اسلامی حجاب د منعې له اعلانه وروسته دغه شورا په دې هكله د يو شكايت د برابرولو او عدالت د وړاندې كولو په حال كښې ده.
هغۀ زياته كړه: نوې فېصله د كېنيا په عدالت كښې د اسلام دښمنو سياستونو د شروع كېدو ښودنه كوی او دا د هم هغه پروګرام يوه برخه ده چې په يورپ كښې نن سبا ليدل كیږی.
هغۀ وويل: اوس د كېنبا كليساګانې د اسلام د مبين دين د كمزوری كولو سياست په خپلو پروګرامونو كښې لری او دا چاره به د په هېواد كښې د زياتو مشكلاتو د راڅرګندېدو سبب شی.
هغۀ همدارنګ وويل چې د عدلت دا اقدام د ملك د آئين په خلاف اقدام دی ځكه چې په آئين كښې داسې هیڅ خبره نشته او همدارنګ یې د ملك د تعليم د وزير حكم هم ناڅه وباله چې یې په ښكې په سكولونو كښې د پردې او ستر ازادی وركړې وه.
1111884