IQNA

د آل سعود پوليسو په جنت البقيع هديرې كې پر شيعه ميرمنو حاجيانو حمله وكړه

19:55 - October 22, 2012
د خبر لمبر: 2436172
نړيواله ډله: د عربستان حكومتی مامورانو په مدينې منورې كې په جنت البقيع هديرې كې پر شيعه ميرمنو حاجيانو په داسې حال كې يرغل وكړ چې هغوی د بقيع هديرې زيارت كاوه او بهر ئې ويستلې.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم ټی وی چينل یې نقلوی چې د دغه راپور پر اساس د آل سعود د پوليسو يوه ډله د ويرې او وحشت د رامينځته كولو لپاره بقيع هديرې ته ورغله او پر ميرمنو زيارتوالو ئې د كوتكو ګوزارونه وكړل.
دا په داسې حال كې دی چې د آل سعود رژيم د امر بالمعروف په نامه ماموران په عربستان كې د نامحرمو سړيو او د ميرمنو له هر ډول ګډ وډيدا سره د مبارزې ادعا كوی د آل سعود رژيم د حكومتی مامورانو په لاس پر اهل تشيع ميرمنو زيارتوالو دغه ډول حملې او غير انسانی اقدامات تل په عربستان كې پر دينی چارو د څارنې په پلمو سره ترسر ه كیږی.
په ميلادی كال ۲۰۰۹ كې هم د آل سعود رژيم تالی څټو مامورانو په جنت البقيع هديرې كې پر اهل تشيع ميرمنو زيارتوالو يرغل په عربستان كې د نښتو او اخ اوډب سبب شوی وو او تر څلورو ورځو پورې ئې دوام درلود چې له امله ئې څلور كسان هم وژل شوی وو.
1123954
captcha