د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم ټی وی خبری چينل یې نقلوی چې له دې مخكې رسنيو اعلان كړی ؤ چې په غزه د صهونيسټ رژيم د توپونو په ډزو كې دوه فلسطينيان شهيدان شوی دی.
راپور ښئ د غزې تړانګی په ختیځ كې په الزيتون او شجاعيه سيمو د تيریګرو صهونيسټی عسكرو د توپونو په ډزو كې دغه راز څه د پاسه ديرش كسان ټپيان هم دی چې ځينی پكښې مرګی حاله راپورشوی دی.
د صهونيست رژيم چورلكو هم هم دا راز بیګا د غزې په الكرامه او المنصوره سيمو حملې وكړې دا په داسې حال كې دی چې د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس مسئولانو روښانه كړې چې د صهونيسټ رژيم د خونخوار پوځ جنايتونه به، بې ځوابه پاتې نۀ شی او خامخوا به ئې نتيجه ووينی.
1134942