د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام، حضرت آيت الله خامنه ای نن د فقې په درس خارج ټولګی كې ټينګار وكړ، په ډګر كې زړو، ځوانانو، ښځو او نارينه و ټولو پرګنو شتون، هغه هم په داسې شرايطو كې چې د اسلامی انقلاب د برياليتوب ۳۴ كاله تېرشوی دی، ستر الهی نعمت دی چې بايد ټول عمر د هغو شكر ادا شی.
د اسلامی انقلاب د رهبرۍ ستر مقام حضرت ايت الله خامنه ای په ډګر كې په موكې په شتون سره د ايران له خلكو په قدرونې سره زياته كړه چې په هغه شيبه كې چې دايران د ملت د عزت او خپلواكۍ دښمنانو تمه درلوده چې خلك به د انقلاب او اسلامی جمهوريت چيغې ته ځواب ورنه كړی، خلكو په خپل شتون سره دښمن ناكام او نهيلی كړ.
1186615